وزيراعظم شهباز شريف د ګلګت بلتستان پرمختګ لپاره د رانا ثنا الله په مشرۍ كښې 9 كيسزه سټېئرنګ كمېټي جوړه كړه


اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګلګت بلتستان پرمختګ لپاره د سياسي او اولسي چارو سلاحكار رانا ثنا الله په مشرۍ كښې 9 كسيزه سټيئرنګ کمېټي كړه ۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس لخوا د دې كمېټۍ اعلاميه جاري كړې شوه ۔ په كمېټۍ كښې د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام، ګلګت بلتستان وزيراعليٰ حاجي ګلبر خان، پخوانے وزيراعليٰ حافظ حفيظ الرحمان، د خزانې وزير انجينئر محمد اسماعيل، د منصوبه بندۍ وزير راجه ناصر علي خان، د كشمير چارو سېكرټري ٬ د ګلګت بلتستان چيف سېكرټري او د بېن الصوبائي رابطې وزارت سېكرټري شامل دي۔ د كمېټۍ سېکرټريټ به د بېن الصوبائي رابطې وزارت وي٬ دا كمېټي به د راتلونكې مالي كال 25-2024 بجټ كښې په شاملو اقداماتو او اصلاحاتو اتفاق لپاره ټولو ډلو سره مشاورت كوي۔