اسلام آباد۔11اپرېل(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د اتحادي حکومت يو کلنه کارکردګي د کاميابۍ سفر دے په کوم کښې چې د پاکستان وقار بحال کړے شو او هېواد ته په پېښو سختو اقتصادي او انرجي چيلنجونو قابو وموندلے شو٬ د بېلا بېل منشورونو لرونكي ګوندونو د ګډې مقصد لپاره په يو پلېټ فارم جمع كېدل د هېواد په سياسي ارتقاﺀ كښې د يو مهم پېشرفت عكاسي كوي۔ د نهې په ورځ د موجوده حكومت د يو كال په بشپړه كېدو د معيشت ٬ توان ٬ سفارتكارۍ ٬ مواصلات او ماحوليات په شمول بېلو څانګو كښې د حكومتي كاركردګۍ په اړه خپل يو شمېر ټويټس كښې وزيراعظم ووئيل نن د اتحادي حكومت يو كال پوره كېږي٬ څه وخت چې ما د وزارت عظمی د منصب څوګند پورته كړو نو زما په نزد دا كال د زياتو چېلنجونو او ستونزو كال وو۔ د عمران نيازي د حكومت په ضد د عدم اعتماد تحريك يوازې له دې كبله ځانګړے نه و چې پي ډي اېم په اقتدار كښې راغلو بلكې له دې كبلې چې د پاكستان نزدې ټول سياسي قوتونه د پارليمنټ فورم كارولو سره په آئيني توګه غېر مقبول حكومت د ووټ د لارې لمينځه اوړولو له جمع شول۔ ده ووئيل د بېلا بېل منشورونو لرونكي ګوندونو د ګډې مقصد لپاره په يو پلېټ فارم جمع كېدل د هېواد په سياسي ارتقاﺀ كښې د يو مهم پېشرفت عكاسي كوي۔ ده ووئيل د اپرېل 2022 څخه وروستو دور د مخالفت او انتقام په ځايې د مفاهمت او همكارۍ نوې سياست رامخې ته كوي۔ ده ووئيل د پاكستان معيشت مخ په وړاندے روان دے او د ډيفالټ كېدو پېشګويۍ غلطې ثابتې شوي دي۔ ده ووئيل اتحادي حكومت په نيازي دور كښې د پاكستان سفارتي اړيكو ته د رسېدليو زيانونو ازالې سره سره دې ته د پراختيا وركولو هڅې كوي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان تېر كال د سخت سېلاب صورتحال سره مخ شو ٬ حكومت د دې دلاسه په شويو زيانونو قابو موندلو له د ريليف او بحالۍ هڅې وكړې۔ په دې اړه يۍ نړيواله ورورولي متحرك كړه٬ په دې لړ كښې د پاكستان هڅې په نړيواله كچه وستائلې شوې۔ وزيراعظم ووئيل حكومت تېر كال په اپرېل كښې اسلام آباد كښې د پرمختيائي او ټرانسپورټ بنيادي منصوبو زر تر زره بشپړ كېدو پلو خاص پام وګرځولو چې مقصد يۍ اولس ته د تللو راتللو آسانۍ وركول وو۔ وزیراعظم ووئيل په نړيواله كچه ګرانۍ اولس ډېر زيات ځپلي دے چې اسباب يۍ جیو اسټرېټېجک مخاصمت، د ایندھن او خوراكي توكو په بيعو كښې زياتوالې او بد ترين سېلاب دے۔ حكومت دا ستونزې نظر كښې نيولو سره د سماجي تحفظ نېټ پراخا كړو او اولس ته يۍ ټارګټډ سبسډي وركړه۔ ده ووئيل د پي ډي اېم حكومت كښې پاكستان د فيټف ګرے لسټ څخه وتلو كښې كامياب شو۔ دا يو اوږد سفر وو خو د پاك پروردګار په فضل او بيا پرله پسې هڅو دا ممكن جوړ كړو۔ وزيراعظم ووئيل حكومت په نړيواله كچه د پاكستان مقدمه وړاندې كولو له موسمياتي سفارت كاري وكاروله۔ د جی 77 پلس چائنا صدر په حېث مونږ د لاس اېنډ ډېمېج فنډ په جوړولو كښې مرسته وكړه٬ په جنېوا كنفرنس كښې د 9 اربه ډالر اعلانونه زمونږ د كاميابې سفارتكارۍ ثبوتونه دي۔
د اتحادي حکومت يو کلنه کارکردګي د کاميابۍ سفر دے ٬ د سختو چيلنجونو مبارزه وكړې شوه ٬ په نړيواله كچه د پاکستان وقار بحال کړے شو٬ وزیراعظم شهباز شریف
مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری