اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني د پاكستان دوه ورځنې دورې ترسره كولو نه پس د اتوار په ور?? وطن ته ستون شو٬ د نور خان په هوائي اډه سيد ذوالفقار عباس بخاري او نورو اعلٰي سول او پوځي چارواكو د قطر امير رخصت كړو۔ ?? روانېدو نه وړاندې د پاك فضائيه چارواكو د قطر امير ته د جے اېف 17 تهنډر په اړه بريفنګ وركړو۔ ?? قطر امير په ملټي رول الوتكو كښې خپله ژوره دلچسپي وښودله۔ د وزيراعظم عمران خان په بلنه د قطر امير شېخ تميم ح??د الثاني د خالي په ورځ پاكستان ته راغلې و٬ ده سره د لوړې پاې پلاوې هم و۔ وزيراعظم عمران خان مهمو وزيرانو او اعلٰي چارواكو سره د قطر د امير هركلې وكړو۔ ?? خپلې دورې په مهال د قطر امير وزيراعظم عمران خان او اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره ملاقاتونه وكړل۔ د دورې په مهال د قطر امير ته د پاكستان او قطر ترمېنځه د دوستې او ورورولې اړيكو په وده د پاكستان تر ټولو اعلٰي سول اعزاز نشان پاكستان وركړے شو۔ ?? قطر امير لخوا د پاكستان دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اقتصادي شركت زياتولو په طريقو غور وكړے شو۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بې??ا بې??و څانګو كښې لوظنامې او د مرستې دستاوېزات هم لاسليك كړے شول۔
د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني د پاكستان دوه ورځنې دورې ترسره كولو نه پس وطن ته ستون شو
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا