اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) د صحت لنډمهاله وفاقي وزير ډاکټر نديم جان وئيلي دي چې د لاهور په ماحولياتي نمونو كښې د پوليو وائرس تصديق٬ ??يا ??يا په ماحولياتي نمونو كښې د وائرس موجودګي د تشويش وړ خبره ده۔ د ??ور?? په ورځ د صحت وزارت لخوا د جاري بيان له مخې ده ووئيل چې په لاهور كښې په ماحولياتي نمونو كښې د پوليو وائرس تصديق شوېدے٬ وائرس په جنياتي توګه د افغانستان په قندهار ولايت كښې تصديق شوې وائرس سره تړون لري۔ ده ووئيل د پوليو په ضد جنګ كښې پاكستان او افغانستان په ګډه كوټلې لائحه جوړوي٬ د تېر كال راهسې په هېواد كښې د پوليو كېسز په شمېره كښې كمې راغلے دے۔ ډاکټر نديم جان ووئيل په ماحولياتي نمونو كښې ??يا ??يا د وائرس ترلاسه كېدل د تشويش خبره ده٬ د پوليو په صورتحال مو نظر ساتلے دے٬ د پوليو پروګرام د ټاپ اېكسپرټ په بنو كښې تعينات شوېدے او دوي ته د وائرس خپرېدو لاره نيولو لپاره ټارګټس وركړې شوې دي۔ ده ووئيل لاهور څخه سږ كال درېمه ماحولياتي مثبت نمونه تصديق شوې ده چې ورسره تر اوسه په پاكستان كښې د مثبت نمونو شمېره 17 ته رسېدلې ده۔ ډاكټر نديم جان مور پلار ته اپيل كړے دے چې د پوليو كمپائن په مهال كوچنيانو ته د پوليو څاڅكي ضرور وركړي
د لاهور په ماحولياتي نمونو كښې د پوليو وائرس تصديق٬ په ماحولياتي نمونو كښې د وائرس موجودګي د تشويش وړ خبره ده۔ ډاکټر نديم جان
Mummy National Treasure Entertainment Platform Official Website
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ