حسن اب??ال۔ 14 اپرېل (اے پی پی) د د??اع وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي د پاكستان حكومت سكھ ياتريانو ته آسانۍ وركول له هر ډول ممكنه وسائل كاروي دغسې چې دوئي كومې هم ستونزې سره مخ نه شي٬ د سكھ ورورولۍ د مقدس ځا??ونو رنګ روغن روان دے٬ سكھ ورورولي د ټرېن په سفر كښې آساني محسوسوي ځكه مو دوئي دې ځ??يې ته د ټرېن د لارې راوستلې دي٬ هندي حكومت ته هم وايؤ چې هغوي هم سكھ ياتريانو لپاره د خصوصي ټرېنونو چلولو اقدامات وكړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په ګوردوارہ پنجه صاحب حسن اب??ال كښې هند او ګر??ې نړۍ څخه راغلې سكھ ياتريانو ته خپل خطاب كښې وكړه۔ دستورې ته صوبائی وزیر رمیش سنګھ اروړہ، ایډیشنل سېکرټری شرائن رانا شاهد او ګر??ې نړۍ څخه د راغلې سكھ ياتريانو لارښودو هم خطاب وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستاني اولس ته دا اعزاز ترلاسه دے چې د سكھ مذهب څومره هم مقدس ځا??ونه دي هغه پاكستان كښې دي۔ ده ووئيل په سيالكوټ كښې كرتار پور دے هغه هم د سكھ مذهب ستر مقدس ځا??ې دې۔ ده ووئيل ټول مذهبونه تشدد نه بلكې مينه ښائي۔ ده ووئيل زه غواړم چې سكھ ياتريانو ته زياتې نه زياتې آسانۍ وركړې شي دغسې چې هغوي مقدس ځا??ونو ته په رسېدو كښې كومې ستونزې سره مخ نه شي او مونږ په دې وياړو چې مونږ د خپلو ورونړو خوېندو كوربتوب كړے دے۔ ده سكھ ياتريانو ته د بېساكھي مېلې مباركي وركولو سره ووئيل تاسو دې ټول عمري خوشحاله آو آباد وسۍ۔ د دستورې په پايه كښې د سكھ لارښودو لخوا وفاقي وزير خواجه آصف ته روایتی څادر (سروپا) وړاندے كړے شو۔
حكومت سكھ ياتريانو ته آسانۍ وركولو له ټول ممكنه وسائل كاروي٬ خواجه آصف
Extremely hot 5 supreme entertainment official entrance
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات