اسلام آباد 15اګست (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي د پاكستان قيام زمونږ د مشرانو د لازواله قربانو نتيجه ده٬د دې هېواد حفاظت زمونږ د ټولو فرض دي ٬ترهه ګري او انتهاخوښي نه يوازې پاكستان بلكې منطقې لپاره هم خطر لري ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ پاكستان سويټ هوم كښې د آزادۍ ورځې دستوره كښې د خاص مېلمه په حېثيت سره وينا كولو په مهال وكړه ۔د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وو??ېل د آزادۍ ورځې دستورې مقصد خپلو پاكستانيانو سره د مينې څرګندونه كول دي٬د پاكستان د آزادۍ تحريك په مهال ګڼ خلق شهيدان شوي بايد د هېواد قدر وكړے شي۔ده وو??يل 14 اګست زمونږ په زړونو كښې خاص مقام لري۔زه د زمرد خان د پاكستان د يتيمان?? ماشومانو لپاره د سويټ هوم اقدامات ستائنه كوم۔14 كاله وړاندې د وزيراعظم په حېث ما ځينې ماشومان زمرد خان ته سپارلې وو۔نن زمونږ سره ګڼ شمېر ماشومان موجود دي۔دغه ماشومانو لپاره محفوظ او ښه چاپېرچل د ستائنې وړ دے۔ ده وو??ېل د يتيمانو كفالت او ضرورت پوره كول زمونږ مذهبي فريضه ده٬دا ماشومان د هېواد قيمتي اثاثه ده ٬دوي به ډاكټران انجينئران او نور پروفيشنلز جوړېدو سره د هېواد خذمت كوي۔يوسف رضا ګېلاني وو??يل شهيدې بېنظيربهټو به وئيل هغه سيمې چرته چې د تعليم او روزګار موقعې نه وي ه??ته ترهه ګري او نور جرمونه زياتېږي۔هغې سپارښتنه كړې وه چې په داسې سيمو كښې دې د تعليم او د روزګار موقعو له انتظامات وكړے شي۔ده وو??يل ملاله يوسف زئي له هم ايوارډ نه ؤ وركړے شوے٬ما د وزيراعظم په حېث هغې له د امن ايوارډ وركړو٬په سوات كښې د ملټري عملياتو په مهال 25 لكه كسانو كډه كړې وه٬ هغوي بېرته آباد كړے شوي۔سويت يونين او افغانستان جنګ كښې 35 لكه كسان راغلې وو٬مونږ هغوي د ژوند په ټولو څانګو كښې شامل كړي٬ما د نړۍ سره خبره كړی چې د كډوالو بحالۍ له د پاكستان ملګرتيا وكړو٬په هغې اوس هم كار روان دے۔ده وو??يل ما هغه كارونه كړي كوم چې نړۍ نه دي كړې٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې مونږ لويې قربانۍ وركړي٬بايد اوس د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ چپه خته شي كوم هچې نه يوازې پاكستان بلكې ټولې نړۍ لپاره خطر لري۔ده وو??يل افغانستان يو خپلواكه او څوكاله هېواد پكار دے٬??وم??ه چې مونږ هغوي له كار كړے مونږ نور هم د هغوي لپاره كار كول غواړو۔ده وو??يل د پاكستان سويټ هوم كوم بوټے چې 14 كاله وړاندې نال كړے شوﺀ ؤ د هغې نه اوس يوه اونه جوړه شوې٬د پاكستان سويټ هوم د نړيوال معيار له مخې كار كول د ستائنې وړ دے او زمرد خان د ټول قام لپاره د وياړ جوګه دے۔ ده وو??ېل نن د??ته د پاكستان تر ټولو لويې بېرغ هسك كړے شو٬دا د خوشحالۍ خبره ده٬ د پاكستان زياتره آبادي په ځوانانو مشتمله ده كومه چې د هېواد قيمتي اثاثه ده٬نن مونږ دې ماشومانو له باور وركوو چې مونږ ټول د دوي سره ولاړ يو او دا ټول زمونږ بچي دي۔
د پاكستان قيام زمونږ د مشرانو د لازواله قربانو نتيجه ده ٬د دې هېواد حفاظت زمونږ د ټولو فرض دي ۔سيد يوسف رضا ګېلاني
इलेक्ट्रॉनिक पीपी विश्वसनीयता मनोरंजन एपीपी
مضمون کا ماخذ : گولڈ رش