د وفاقي وزير محسن نقوي سينيټر ايمل ولي خان سره ملاقات
टेबल गेम्स आधिकारिक मनोरंजन लिंक
APP08-100924
ISLAMABAD: September 10 - Interior Minister Mohsin Naqvi in a meeting with President Awami National Party Senator Aimal Wali Khan. APP/TZD
اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د عوامي نيشنل پارټي صدر سينيټر ايمل ولي خان سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د شريكې خوښې په ??ارو ٬ د هېواد په صورتحال او په خېبر پښتونخوا كښې امن لپ??ره په پورته كېدونكو اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل ترهګري په هر شكل كښې د غندنې وړ ده۔ د ترهګرۍ په ضد قامي بيانيه د پاكستان غږ دے۔ ده په ??ا??ه كړه چې د ترهګرۍ مخنيوي له به ټولو له يو كېدل وي۔ ده ووئيل عوامي نېشنل پاړټۍ ښه په نره د ترهګرۍ مقابله كړې ۔ ده ووئيل اے اېن پي سره تړون لرونكو كسانو د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د ځانونو قرباني وركولو سره د شهادت درناوې ترلاسه كړے۔ مونږ هغوي ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كوؤ۔ ده په دې خبره زور راوړو چې نن له سياسي تړون څخه لرې پاتې كېدو سره هېواد ترهګرو څخه د پاكولو وخت راغلے۔ ده ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي د اولس په مرسته او ملاتړ به د ترهګرو نوغې اوباسؤ۔ د عوامی نېشنل پاړټي صدر اېمل ولي خان د ترهګرۍ مخنيوي لپ??ره د اے اېن پي لخوا د ملاتړ باور وركولو سره ووئيل ترهګرو بې ګناه خلق ووژل ٬ مونږ ستاسو سره ولاړ يؤ