اسلام آباد 08 اكتوبر(اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي د 8 اكتوبر 2005 زلزله قام لپاره يو آزمائش ؤ او قام د دغه آزمائش په وخت چې د كوم يووالي مظاهره كړې مثال نه لري۔ د نهې په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ د اړخه د جاري شوې بيان له مخې د 8 اكتوبر زلزلې كاليزې په موقع په خپل پيغام كښې ده ووئيل د دې زلزلې د تباه كاريو او د هغې په نتيجه كښې شهيد شوي نن هم مونږ ته ياد دي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل ټول قام د 8 اكتوبر قدرتي آفت په مهال د غمجنو كورنيو په غم كښې شريك دے۔ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د 8 اكتوبر زلزلې په مهال ټول قام د خپل مصيبت ځپليو وروڼو سره د مضبوط دېوال په څير ولاړ ؤ۔ ده ووئيل دې بې مثاله قامي اتحا?? او يووالي ځپلې شويو كسانو له په خپلو پښو ?? اودرېدو يوه نوي حوصله او عزم وركړو۔ ده ووئيل د دې قدرتي آفت په مهال د آزاد كشمير او شمالي سيمو 80 زره څخه زيات كسان ځپلې شوي دغسې يو شمير بے كوره شوي او شهيدان شوي۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د ځپليو بحالي يو مشكل كار ؤ خو د قامي اتحا?? او يووالي او ملګرو هېوادونو په مرسته د بحالۍ كار ممكن شوے۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل نن هم قام د 8 اكتوبر له زلزلې وروستو رامخې ته شوي يووالي ته اړتيا لري۔ ده ووئيل ټول قام چې په كوم ډول د زلزلې په څير د لوے آفت په ښه ډول مقابله كړې، هغسې اوس هم خپلو كښې اختلافات هېرولو سره هېواد ته د پېښو چېلنجونو مقابلې كولو ته اړتيا ده۔ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني دعا اوكړه چې لوے څښتن دے د 8 اكتوبر 2005 زلزلې شهيدانو له لوړې درجې وركړي او هېواد دې په سباؤن كښې له جمله آفتونو څخه محفوظ وساتي۔
نن هم قام د 8 اكتوبر له زلزلې وروستو رامخې ته شوي يووالي ته اړتيا لري۔ د سينيټ چيئرمين پيغام
फुगुइहु एंटरटेनमेंट विश्वसनीय एपीपी
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ