اسلام آباد۔15نومبر (اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف په اپيل د ګرد هيواد په وړو لويو ښارونو كښې د استسقا لمونځ ادا كړے شو ٬ د رحمت باران لپاره خصوصي دعاګانې وغوښتلې شوې۔ په وفاقي پلازمينه كښې مركزي اجتماع په فېصل مسجد كښې وشوه په كومه كښې چې ګڼ شمېر وګړو ګډون وكړو۔ د مذهبي چارو او بېن المذاهب همغږۍ او اسلامي نظرياتي كونسل هم د استسقاﺀ دل مونږ اپيل كړے ؤ۔ په دې لړ كښې د مذهبي چارو وزارت تر اهتمام ??اندې د كوهسار بلاك سېكرټرېټ اسلام آباد په چمن كښې د استسقا لمونځ ادا كړے شو په كوم كښې چې د امامت او خطبې فرائض د تحقيق او مراجع څانګې ډائرېکټر ډاکټر شاهد الرح??ن ترسره كړل۔ لمونځ څخه وروستو د توبې او استغفار اهتمام ??كړے شو او بيا د رحمت باران لپاره دعا وكړې شوه۔ دغسې د فېصل مسجد ، ایوان صدر او وزیراعظم هاؤس په شمول د وفاق تر اهتمام ??اندې 450 څخه زياتو جوماتونو او ښكاره مېدانونو كښې د استسقاﺀ لمونځ وكړے شو۔ په صوبو او وفاق كښې لويې شمېر وګړو د استسقا لمونځ ??و دعا كښې ګډون وكړو۔ په جامعه مسجد چوک دالګراں كښې د زرګونو په شمېر وګړو د ډاكټر راغب نعيمي په امامت كښې د استسقا لمونځ ادا كړو۔ وروستو د رحمت باران ??و د سموګ خاتمې لپاره دعاګانې وغوښتلې شوې۔ په دې موقعه د پاكستان سلامتيا ??و د غزه مسلمانانو لپاره هم خصوصي دعاګانې وكړی شوې۔ د هېواد په نورو برخو كښې د استسقاﺀ لمونځ په موقعه علماﺀ كرام د اجتماعي توبې په اهميت او ضرورت زور راوړو۔
د وزيراعظم په اپيل د ګرد هيواد په بيلو ښارونو كښې د استسقا لمونځ ادا كړے شو ٬ د رحمت باران لپاره خصوصي دعاګانې وغوښتلې شوې
Lucky Rat Reputable Betting APP
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز