اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د المان خپل همڅنګ اېنالينا بېرباك په بلنه د نن څخه (شپږم نه تر اووم اكتوبر) د المان دوه ورځنۍ سركاري دوره كوي۔ د خارجه دفتر وياند له مخئ دا دوره به د المان سره د دوه اړخيزه اړيكو مضبوطيا او په ??راختيا كښې د مرستې نه علاوه د اروپائي ائتلاف مهم غړي هېواد سره د پاكستان د روابطو قوي كولو او په ??اكستان كښې د تباه كن سېلاب څخه خبرتيا٬ سيمه ايزو او په ??ړيوالو مسئلو خپل نظر شريكولو موقع په ??اس وركوي۔ خارجه وزير به د المان خپل همڅنګ اينالينا بيرباك سره د ملاقات نه علاوه نورو مهمو شخصياتو سره هم ملاقات كوي او ميډيا سره به خبرې كوي۔ د دورې په ??هال به المان سره د پاكستان اقتصادي روابط لا ژورولو پلو پام ګرځولې شي كوم چې پاكستان لپاره يو مهم برامدي هېواد دے۔ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري دا دوره به په شريكه توګه ګټورې مرستې لپاره نوې موقعې هم په ګوته كوي٬ پاکستان المان سره د اوږدې مودې او ګڼ اړخيزه اړيكې لري چرته په ??ويه شمېره پاكستانيان مېشته دي ، د دې نه علاوه المان د پاكستان زده كوٶنكو لپاره د لوړو زده كړو يو زړه راښكونكے منزل او د سرمايه كارۍ يو لوي پارټنر دے۔ خارجه وزير به د المان خپلې دورې په ??هال د پاكستان المان سره اړيكو ته لا ودې له هڅه كوي
خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د نن څخه د المان دوه ورځنۍ سركاري دوره كوي
Fashionable Time Official Betting
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال