اسلام آباد۔ 25 جنوری (اے پی پی) پاكستان په هالېنډ كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ ناوړه فعل سخ??ه غندنه كړې ۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د شورؤ په ورځ په جاري شوي ب??ان كښې وئيلې دي دا ناوړه فعل د رائے د اظهار د ازادې په نامه يو پارونكے اسلاموفوبك كركه خپرونكے جرم دے۔ دې ډول كارروائيو سره د يو نيم ارب مسلمانانو جذبات مجروح كېږي او دې سره د نړيوالې ورورلۍ ترمينځه اړے ګړے هم رامخې ته كېدے شي۔ وياند ووئيل د پاكستان ټول عمري له دا دريځ پاتې شوے چې د رائے د اظهار آزادي هم څه ذمه وارۍ لري۔ مونږ دا منو چې دا د حكومتونو او نړيوالې ورورلۍ ذمه واري ده چې هغه د دې ډول ناوړ كارروائيو مخه ونيسي كومې چې مذهبي كركه او تشدد زياتولو له كارولې شي۔ په ب??ان كښی وئيلې شوي نړيوالې ورورلۍ له به ?? اسلامو فو??يا په ضد خپل اجتماعي غږ پورته كول وي ٬ د مذهبونو ترميځه غمغرۍ ته وده وركولو له به په ګډه كار كول وي۔ د ب??ان له مخې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ چې تېر كال د مارچ په 15 مه نېټه په اسلامو فو??يا قابو موندلو له چې كوم قرارداد منظور كړے د هغې په شا هم دا روح ؤ ۔ وياند زياته كړه چې د پاكستان تحفظات د هالېنډ چارواكو ته رسوؤ۔ مونږ په هغوي زور راوړو چې د پاكستاني اولس او د ګردې نړۍ د مسلمانانو د جذبات خيال اوساتي او د اسلام فو??ك كارروائيو مخ نيوي له اقدامات وكړي
پاكستان په هالېنډ كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ د ناوړه فعل سخته غندنه وكړه
Guardian of Ice and Fire APP download
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا