اسلام آباد ۔14نومبر(اے پی پی)د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شيري رحمان وئېلي دي يوټرن خان د خپل دوه اړخيزه سياسي تاريخ تر ټولو لوي يوټرن اخستے دے ٬هغه د بيانې په زغل كښې د هېواد مفاد ته هم نه ګوري٬اوس دې هغه د سائفر د معاملې څخه د وروستو كېدو هڅه نه كوي۔د عمران خان د سائفر په بيان خپل غبرګون كښې وفاقي وزيرې ووئېل عمران خان په مفروضه د جوړ كړي بهرني سازش په ډنډوره پاكستان ته سفارتي زيان رسولے٬ اوس وائي چې د سائفر معامله وروستو پاتې شوې٬ دې ووئېل د هغه د دروغو په بيانه چې كوم سفارتي زيان شوے د هغې ذمه وار څوك دے؟دې ووئيل په آډيو ليك كښې ښكاره ظاهر دي چې عمران خان د سائفر په معامله د دروغو بيانيه جوړه كړې او په دې يې د ګېم كولو لپاره هم منصوبه بندي كړې٬اوس وائي چې دغه د ماضي خبره ده٬په جلسو كښې خو په دې بيانيه هغه د هېواد په ادارو تورنه لګولي او نفرت ئې خور كړے ۔
د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټرې شيري رحمان د عمران خان د سائفر په بيان غبرګون
مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک