میونخ۔19فروری(اے پی پی) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د كوسوو خپل همڅنګ ډانيكا ګېروويلا شواز سره ملاقات وكړو۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې دواړو لارښودو د دوه اړخيزه سياسي مشاورت دوهم دور زر تر زره په كولو اتفاق وكړو۔ په دې موقعه خارجه وزير بلاول بھټو زرداري ووئيل پاكستان كوسوو سره پخوانۍ او تاريخي اړيكې لري۔ په ملاقات كښې په سېلګرۍ ٬ روغتيا ٬ زده كړو ٬ تجارت او د افرادي قوت تبادلې څانګو ته په وده وركولو هم خبرې وشوې۔
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش