اسلام آباد 14جنوري(اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي سره د جمهوريه كانګو د وسله والو ځواكونو كمانډر ان چيف، لېفټېننټ جنرل سكابوے اسيندا فال د جمعې په ورځ په خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال په سفارتي ،سياسي،اقتصادي، سيمه ايزو او سلامتيا سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل براعظم افريقه كښې جمهوريه كانګو د يو كليدي هېواد حيثيت لري۔ خارجه وزير د وزير اعظم عمران خان او پاكستانۍ مشرتابه لخوا د جمهوريه كانګو صدر او د افريقي يونين چيئرپرسن فيلكس انتوان شيسكيدي لپاره د نيكو هيلو پيغام وركړو او افريقې يونين لپاره يۍ د هغه د قيادت او خذماتو ستائنه وكړه۔ ده كانګو كښې د امناكه جمهوري حكومت په منتقل كېدو مباركي وركړه۔ خارجه وزير د جمهوريه كانګو خارجه وزير كرسټوف آپالا لپاره د پاكستان دورې بلنې پيغام وركړو۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان په “انګېج افريقه” پالېسۍ روان دې، پاكستان د سيمه ايز امن په لړ كښې د كانګو د كردار معترف دې۔ شاه محمود قريشي ووئيل د ملګرو ملتونو د مشن له مخې په جمهوريه كانګو كښې امن لپاره د خپل كردار روان ساتلو له لوظي يؤ۔ د جمهوريه كانګو وسله والو ځواكونو كمانډر ان چيف ليفټيننټ جنرل سكابوے اسيندا فال كانګو كښې تعينات د ملكرو ملتونو امن مشن كښې د پاكستاني فورسز خذمات وستائل
مخدوم شاه محمود قريشي سره د جمهوريه كانګو كمانډر ان چيف سكابوے وليدل
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ