اسلام آباد۔28جون(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف او ??وهم سپيكر زاهد اكرم دراني وئيلي دي چې د قربانۍ اختر مونږ ته د مينې ٬ ايثار او ????اد??رۍ درس راكوي۔ ده ووئيل دا اختر مونږ ته د حضرت ابراھیم علیه السلام ستره قرباني يادوي چا چې د پاك پروردګار رضا ترلاسه كولو له د خپل ځوي قربان كولو اراده وكړه۔ ددې خيالاتو څرګندونه دوئي د لويې اختر په موقعه ??ولې اسلامي نړۍ او په خاص توګه پاكستاني اولس ته د مباركۍ وركولو خپلو جلا جلا پېغامونو كښې وكړه كومه چې په ګرد هېواد كښې د زيارت په ورځ مذهبي جوش او ??ذبې سره لمانځلې شي۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل حضرت ابراهیم علیه السلام د دين اسلام په خاطر لويې قربانۍ څخه هم ډډه ونكړه۔ ده ووئيل د لويې اختر په موقع ټول اولس له به د دې لوظ پخلې كول وي چې د ذاتي ګټو او ??نياوي حرص په ځايې به د مينې او ??يثار جذبې سره خپل چاپېريال كښی د ضرورتمندو او ??ې وزله كسانو مرسته كوؤ او ?? اختر په موقعه به دويئ خپلو خوشحالو كښې ګډول نه هېروؤ۔ دوهم سبيكر زاهد اكرم دراني په خپل پېغام كښې ووئيل دا اختر مونږ ته د حضرت ابراھیم علیه السلام ستره قرباني يادوي چا چې د پاك پروردګار رضا ترلاسه كولو له د خپل ځوي قربان كولو اراده وكړه۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د لويې اختر په خوشحالو كښې دې بې وزله او مسكينان هم يو برابر شريك كړې شي۔ ده ووئيل هېواد د پرمختګ په لاره روانولو له به د حضرت ابراهيم علېه السلام په څير جذبه پېدا كول وي۔ ده ووئيل دا اختر مونږ ته د دې درس راكوي چې د دين اسلام په خاطر به د هېڅ ډول قربانۍ څخه سرغړونه نه كوؤ۔
د قومي اسمبلۍ سپيكر او دوهم سپيكر قام او اسلامي نړۍ ته د لويې اختر مباركي
Safari online entertainment website
مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی