اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) صد?? ډاکټر عارف علو?? روسيه سره د دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي اړيكو د زياتولو په ضرورت زور رواړولو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت او معيشت په څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو بلها امكانات موجود دي۔ د ايوان صد?? پرېس ونګ له مخې صد?? ډاکټر عارف علوي دا خبره په پاکستان كښې د روسيه موده ترسره كونكې سفيرې ډانيله ګانيچ سره كړې چا چې د زيارت په ورځ صد?? مملكت سره ملاقات كولو۔ صد?? ډاکټر عارف علوي ووئيل پاکستان روسيه سره د تل پاتې او د ګڼ اړخيزې شراكتدارۍ خوښي لري، پاکستان روسيه سره د تجارت، معيشت، د خوراك تحفظ ٬ توان، دفاع او د اولس?? روابطو پشمول په ټولو څانګو كښې مرسته غواړي۔ ده ووئيل پاك روسيه اړيكې د ملګرو ملتونو مركزيت او اصولو له مخې د نړيوال نظام په مشتركه نقطه نظر اډانه دي۔ صد?? مملکت د غزہ په صورتحال ، په فلسطيني اولس د اسرائيل په ظلمونو خبرې كولو سره د مېرمنو٬ كوچنيانو او د خبريالانو پشمول د زرګونو په شمېر د فلسطينيانو د قتل غندنه وكړه۔ صد?? ډاكټر عارف علوي پاکستان سره د دوه اړخيزه اړيكو په لا استحكام كښې د سفيرې د كردار ستائنه وكړه۔ دغسې صد?? د روسيه سفيرې لپاره په سباون كښې د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔
پاکستان روسيه سره تل پاتې او د ګڼ اړخيزې شراكتدارۍ خوښي لري۔ د صدر ډاکټر عارف علوي د روسيه موده ترسره كونكې سفيرې سره خبرې
Red Line Sprint Entertainment Platform Link
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2