Best official entertainment website for slot games
APP30-310124
ISLAMABAD: January 31 - President Dr. Arif Alvi addressing the convocation of Allama Iqbal Open University (AIOU) at Jinnah Convention Centre. APP/MAF/TZD
اسلام آباد۔31جنوری(اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي د هېواد زلمي د زده كړو ٬ پوهې او اعلی اخلاق د لارې د اولس تقدير بدلولے شي ، د پاكستان مسئلې حل كولو له به قيادت او پوهه په ښه ډول كارول وي او د هېواد ځوانان د دې كردار ترسره كولو بشپړ صلاحيت لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ د علامه اقبال اوپن پوهنتون كانووكېشن ته خطاب كښې وكړه۔ صدر مملكت وو??يل چين پرمختګ د تعلیم او روغتيا په بنياد شكړے ، پاکستان له به هم د تند رفتاره پرمختګ هدفونه سر كولو له د چين په ماډل عمل كول وي۔ ده وو??يل يواځې د بشري وسائلو او سمو پرېكړو د لارې د قامونو تقدير بدلېږي۔ د پوهنتون كامياب ګرېجوېټس د هېواد اشرافيه ګرځولو سره صدر مملكت وو??يل دوئي په يو داسې هېواد كښې د ګرېجوېشن ډګري ترلاسه كړې چرته چې 44 فیصده يعني نزدې 26 ملینه څخه زيات ماشومان سكولونو ته نه ځي۔ صدر د منطقې سره په موازنه كولو كښې وو??يل د سيمې په ټولو هېوادونو كښې سكولو ته د تلونكو ماشومانو تناسب 98 فیصد دے۔ ده وو??يل سكول څخه بهر ماشومانو ته زده كړې ښودلو له به 50 زره نور سكولونه جوړول وي كوم چې د هېواد وسائلو تر مخه كوم آ??ان كار نه ښكاري۔ ده وو??يل سكول ته نه تلونكي ماشومان په هېواد كښې نزدې درېم نيم لكه جوماتونو څخه استفاده كولې شي۔ صدر عارف علوي په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې د جمهوريت او انسانيت چيمپئن ادعا كونكې پرمختګ كړې نړۍ د بشري خواخوږۍ جذبه نه لري ، نړۍ دا مهال د خپلې ګټې تر مخه مخ په وړاندې ځي لكه څنګه چې په غزه كښې د بې ګناه وګړو زور ٬ ظلم او زياتي سره د مخ كېدو په اړه د دوي لخوا د كومې خواخوږۍ څرګندونه ونه كړې شوه۔ ده وو??يل پاكستان هيله لري چې د كشمير مسئله به د ملګرو ملتونو په پلېټ فارم حل كړې شي خو د 70 كلونو تېرېدو باوجود دا مسئله حل نه شوه۔ صدر مملكت د پوهنتون كامياب ګرېجوېټس ته نصيحت وكړو چې هغوي په خپل عملي ژوند كښې د علم ترلاسه كولو هڅې روانې اوساتي۔ ده مېرمنو ګرېجوېټس ته هم وو??يل چې هغوي د واده څخه وروستو په كور پاتې كېدو سره خپلې زده كړې ضايع نه كړئ ٬ صدر ډاكټر عارف علوي وو??ېل د ټېكنالوجي په روان دور كښې مېرمنې خپل ملازمت او د كور كار په آسانۍ سره كولے شي۔ د 1970 په لسيزه كښې د علامه اقبال اوپن پوهنتون د جوړېدو پرېكړې ستائنه كولو سره صدر وو??يل پوهنتون په خاص توګه د هېواد په لرو پرتو سيمو كښې خلقو ته زده كړې رسولو كښې مهم كردار ترسره كړے۔ دې څخه وړاندې صدر مملكت كاميابي ترلاسه كوؤنكو زده كوؤنكو ته ډګرۍ او مېډلز وركړل۔ په د موقع د پوهنتون وائس چانسلر ډاكټر ناصر محمود په خپل خطاب كښې وو??يل تر دې دمه دې پوهنتون څخه نزدې 50 لکه زده كوؤنكو فراغت ترلاسه كړے۔ دا پوهنتون نرښځيانو ٬ بنديوانو او د شهيدانو ماشومانو ته د وېړيا زده كړو آسانۍ وركوي۔(