ملګري ملتونه ۔7مئی (اے پی پی) پاكستان په بهرنۍ خلا كښې د وسلو د نصب كولو مخنيوي له د اقداماتو كولو غوښتنه كولو سره په دې خبره زور راوړے دے چې دا اقدام نړي??ال امن او سلامتيا ته د پېښو خطرو ختمولو له ضروري دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي په 193 كسيزه عمومي اسمبلۍ كښې د روس د وېټو په اړه خپله خبره كښې ده ووئيل په دې وروستيو كلونو كښې په بهرنۍ خلا كښې نړيوالې سلامتيا ته په پېښو خطرو كښې تندۍ سره اضافه شوې ده۔ دا د خلا د وسلو نصب كولو او په سباؤن كښې د دې د جنګونو مېدان جوړولو ??وا??ې سره د لويو قوتونو د پوځي پالېسيو او نظريو څخه په ډاګه كيږي۔ تېره مياشت امريكا او جاپان په بهرنۍ خلا كښې د وسلو د زغمل مخنيوي سره اړوند يو قرارداد سلامتي كونسل ته وړاندے كړے وو كوم چې روسيه وېټو كړے وو٬ چين د رايو په شمېره كښې برخه نه وه اخستې۔ د سلامتي كونسل ټولو 13 غړو د دې قرارداد په حق كښې ووټ وركړے وو۔ پاكستاني استازي ووئيل ياد شوې قرارداد ددې خبرې اعتراف دے چې بهرنۍ خلا كښې د وسلو د زغل مخنيوې به نړي??ال امن او سلامتيا ته پېښه خطره لرې كړي۔ ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې د تېرو 4 لسيزو څخه زياتې مودې څخه په بهرنۍ خلا كښې د وسلو د زغل مخنيوي په لوظنامه هېڅ پېشرفت نه دے شوے۔ ده ووئيل پاكستان صلاحيتونو ا?? رويې دواړو ته پام ګرځولو سره د يو بشپړه نقطه نظر خپلولو ملاتړ كوي۔ ده دا صورتحال هم د افسوس وړ وګرځولو چې ځينې ??ېو??دونه په تخفيف اسلحه كمېټۍ كښې په يوه لوظنامه دا ډول مذاكرات پېل كېدو كښې خنډ رامخې ته كوي كومه چې په بهرنۍ خلا كښې د وسلو د نصب كولو ممانعت كوي او په بهرنۍ خلا كښې د موجود اجرام په ضد قوت كارول غېر قانوني ګرځوي۔ دې څخه وړاندې د روسيه سفير واسیلی نیبنزیا د قرارداد وېټو كولو د روسيه د پرېكړې سپيناوې وكړو۔ ده ووئيل د ابتدائي ، ماهرانه ، قانونی او تکنیکی خبرو نه غېر داسې ذمه وارۍ لګول د قبلولو وړ نه دي۔ په دې موقعه د جاپان سفير ووئيل په بهرنۍ خلا كښې ممكنه اتومي چاؤدنې به د ګردې نړۍ په انسانانو او زمكه تباهي خپرونكي اثرات مرتب كړي۔ ده ووئيل خلا دې كله هم د جوهري وسلو زغل لپاره ميدان جوړ نه كړے شي۔ د چين سفير فو کانګ ووئيل په بهرنۍ خلا كښې نصب كولو او كارولو له د وسلو د تيارۍ خطر سوا شوے دے او د پرمختګ كوؤنكو ??ېو??دونو خلائي سائنس او ټېكنالوجۍ ته د رسېدو حق محدود كولې شي۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي دې داسې ګامونه پورته كړي كوم چې د ټولو ??ېو??دونو په ګټه وي۔ ده په ډاګه كړه چې بهرنۍ خلا وسلو څخه پاك ساتلو له د اقداماتو ??وا??ې سره د امريا او جاپان لخوا سلامتي كونسل كښې د وړاندې كړې شوي قرارداد مسوده جامع او متوازن نه وه ا?? روسيه او چين به په دې اړه يوه زياته بشپړه او متوازن مسوده وړاندې كړي
په بهرنۍ خلا كښې د وسلو نصب كولو مخنيوي له دې فعاله اقدامات وكړې شي٬ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان د مستقل استازي په مباحثه كښې د خيالاتو څرګندونه
Duichi Entertainment official APP
مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II