اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي عمران نيازي د آرمي چيف تقررۍ لپاره منت زاري كوي٬ د آئين له مخې د آرمي چيف تعيناتي د شهباز شريف استحقاق دے، عمران نيازي كه د تعيناتي دومره شوق لري نو ??غه دې پارلمان ته د 176 غړو سره راشي، د ضمني الېكشن نه پس شهباز شريف په پارلمان ??ښې 176 چوكۍ لري٬ عمران نيازي په اته چوكو الېكشن كولو سره خپلې اته چوكۍ كمې كړي۔ د ګل په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال وفاقي وزېرې ووئيل د فارن فنډډ فتنې عمران خان د خبرو اورېدو نه پس كې باور پېدا شو چې ??غه په سياسي اېګزيما اخته دے، عمران خان په هېواد ??ښې اړے ګړے٬ سياسي عدم استحكام او د كړكېچنې وضعه راپېدا كولو هڅې كوي، ??غه څلور كاله د پاكستان په اولس مسلط ٶ چا چې د هېواد معاشي قتل كړے٬ هېواد ئې ډيفالټ كولو ته نزدې كړے ؤ٬ د كشمير سودا ئې كرې٬ د كرپشن او لوټ مار داستانونه ئې رقم كړي٬ عمران نيازي د اقتدار په هوس او لالچ ??ښې ړونډ شوے ۔ دې ووئيل په ضمني ټاكنو ??ښې په اته چوكو ??ښې د شپږو د ګټلو دا مقصد نه دے چې ورته په اسلام اباد د راختلو لائسنس ترلاسه شو او ??غه دې په دړكو د الېكشن مطالبه وكړي۔ دې ووئيل د كراچۍ او ملتان په ضمني الېكشن ??ښې ماتې د عمران نيازي په ضد ريفرنډم دے۔ دې ووئيل ضمني ټاكنې شوي عمران نيازې په اته ??ښې شپږ ګټلې ٬ اوس دې اووائي چې الېكشن كمېشن جانبدار دے٬ دا الېكشن سپېځلے نه دے۔ دې ووئيل عمران نيازي چې كله په الېكشن ??ښې كامياب شي نو غلے وي او چې ماتې اوخوري نو بيا د ادارو توهين كوي٬ نن ولې د الېكشن كمېشن توهين نه كوي؟ نن ئې خپل پرېس كنفرنس ??ښې د اېكس وائي زېډ نامه ولې وانخسته؟ مريم اورنګزېب ووئيل عمران نيازي د هېواد په تاريخ ??ښې زيات قرض اخستے او دا قرضې ئې تر 45 زره اربه روپو رسولي، په 75 كاله تاريخ ??ښې ټولو حكومتونو دومره قرض نه ؤ اخستے څومره چې عمران نيازي په څلورو كالو ??ښې اخستے ٬ دې ووئېل ??غه د خلقو ټېكسي ډارئيور جوړ شوے ؤ ٬ خپل دوست هېوادونه ئې ناراضه كړي٬ هر ځائ ته د كچكول سره تللے او هېواد ئې قرضدارے كړے۔ دې ووئيل عمران نيازي د اعظم سواتي په ګرفتارۍ تشويش خو لري خو ولې پخپل څلور كلن حكومت ??ښې ئې چې څه كړې په ھغې تشويش نه لري٬ ??غه وخت ئې هيومن رائټس او نړيوالو تنظيمونو ته چيټۍ ولې نه ليكلې؟ د اطلاعات وزيرې ووئېل عمران نيازي پخپل دور ??ښې اپوزيشن ليډر دوه ځله ګرفتار كړے، خواجه آصف?? سعد رفيق، سلمان رفيق، شاهد خاقان عباسي، مفتاح اسماعيل، حنيف عباسي، حمزه شهباز ئې ګرفتار كړي٬ د خلقو مېئندو خوېندو ته ئې زولنۍ اچولې٬ ??غه وخت د هيومن رائټس فتوې چرته وې؟ هغه نن د بشري حقونو تقريرونه كوي٬ دې ووئېل هغه پخپل دور ??ښې په رانا ثناء الله د 20 كلو هېروئن د قاچاق كولو تور لګولے ؤ ٬ د جاوېد لطيف 90 كلنه مور ئې ګرفتاره كړې، ??غه وخت د هيومن رائټس درس چرته ٶ؟ دې ووئيل عمران نيازي د پاكستان پوځ په ضد كمپائن چلولے٬ د پاكستان پوځ دننه ئې د بغاٶت پېدا كولو هڅه كړې، په هېلي کاپټر پېښه ئې په سوشل ميډيا كمپائن چلولے۔ دې ووئيل عمران نيازي د پوځ سرلښكر په تعيناتۍ تكليف لري ٬ نوازشريف پخپل دور ??ښې د آئين او قانون له مخې د 6 چيفس تعيناتي كړې،كه عمران نيازي د تعيناتۍ دومره شوق لري نو ??غه دې پارلمان ته د 176 چوكو سره راشي او په آئيني طريقه دې حكومت جوړ كړي۔ دې ووئيل عمران نيازي وائي چې ما د پوځ سرلښكر په ضد كومه خبره نه ده كړې٬ تا د سرلښكر په ضد دروغ وئيلي٬ د خپلو كاركنانو د لارې دې په پوځ ??ښې د بغاٶت هڅې كړي٬ د شهيدانو په ضد دې كمپائن چلولے٬ ادارې دې يرغمال ساتلې او بلېك مېل كړي ، طيبه ګل دې په وزيراعظم هاوس ??ښې بنديوانه ساتلې وه او خپل ناسم سياست لپاره دې وزيراعظم هاٶس استعمال كړے۔ د اطلاعات وزيرې ووئيل عمران نيازي د عمران رياض حواله وركرې څوك چې خبريال نه د پي ټي آئي كاركن دے۔ دې ووئيل عمران نيازي پخپل دور ??ښې طلعت حسېن او د مرتضيٰ سولنګي پروګرامز بند كړي٬ ابصار عالم ئې په ګولو سورے كړے٬ په محسن بېګ ئې پوزه ماته كړې٬ عاصمه شيرازي، غريده فاروقي، عنبر شمسي، نصرت جاوېد، حامد مير او د نجم سيټھي په ضد ئې كاروائۍ كړې٬ د مير شکيل الرحمان په ګرفتارولو ئې ميډيا ته لوي پېغام وركړے ٬ د مطيع الله جان كوچنۍ لور ئې د سكول بهر څخه اغواء كړې٬ فرال، تالپور ئې د اختر په شپه نيولې وه او دغسې مريم نواز شريف ته ئې د پلار په مخ??ښې زولنۍ اچولې وې٬ دې ووئېل د عمران نيازي په نظر ??ښې د نورو د لوڼو هېڅ عزت نشت??۔ دې پوښتنه وكړه چې په راتلونكو ټولټانكو ??ښې به عمران نيازي په څو چوكو خپله الېكشن كوي٬ عمران نيازي دې حوصله ولري خپلو كاركنانو له دې ټكټ وركړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل عمران نيازي خپله وائي چې زه بېك ډور مذاكرات كوم ٬ په ??غه ??ښې دومره جرات نشته چې د اولس په وړاندې د مذاكراتو خبره وكړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزيرې ووئيل د پوځ سرلښكر د تعيناتۍ پحقله قانوني تګلاره شته٬ دا د وزيراعظم استحقاق دے خو په دې لړ ??ښې عمران نيازي ته تكليف دے۔ دې ووئيل اقتدار لپاره 176 چوكۍ پكار دي ٬ عمران نيازي دې 176 چوكو سره راشي
عمران نيازي د آرمي چيف تقررۍ لپاره منت زاري كوي٬ د آئين له مخې د آرمي چيف تعيناتي د شهباز شريف استحقاق دے، عمران نيازي كه د تعيناتي دومره شوق لري نو ھغه دې پارلمان ته د 176 غړو سره راشي۔ مريم اورنګزېب
Extra Chili Epic Spins Official Betting
مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس