بيجنګ 04 نومبر(اے پی پی)وزيراعظم شهباز ش??يف وئېلي دي پاكستان به د كامياب او پرمختګ شريك منزل لپاره منطقې او په ټوله نړۍ كښې د امن او هم غږۍ ودې لپاره د چين سره په ګډه كار كوي٬په دې كښې هېڅ شك نشته چې چين به لا پرمختګ كوي او د پاك چين ملګرتيا اړيكې به لا ژورې او قوي شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده شنهوا سره په يوه مركه كښې كړې۔ده ووئيل تاسو ته په كال 1981 كښې په سړكونو شايد چرته ګاډي بسونه او سائيكلې به ښكارېدې٬ خو بيا په يو څو كلونو كښې ټول هېواد بدل شو او د نړۍ دوهم لوي معيشت شو۔دا د خپل نوعيت يوه معجزه ده۔ده ووئيل دا د چين كميونسټ ګوند د لارښودو بصيرت انګيز قيادت٬د هغوي وژن٬قربانۍ او د مينې په سبب شوي ۔وزيراعظم ووئيل د چين كميونسټ ګوند 20م نېشنل كانګرېس په ټوله نړۍ كښې يوه ښه ښكاره پېغام وركړے چې چين د تسلسل٬استحكام او د امناكه شريكې بقا سره ولاړ دے۔د غربت مكمل ختمولو٬د روزګار ښو موقعې وركولو٬تعليم او د صحت خيال ساتلو كښې د چين كاميابۍ رامخې ته ك??لو سره شهباز ش??يف ووئېل د شي جن پنګ سي پي سي مركزي كمېټۍ جنرل سېكرټري په توګه بيا ټاكنه نه يواځې د چين اولس بلكې د دوستانو هېوادونو لپاره هم مهمه ده۔ده ووئيل په نړيواله كچه نن د صدر شي جن پنګ په قيادت كښې چين يو داسې هېواد دے د چا نه بغېر چې هېواد وړاندې نشي تللے ٬ دا د كاميابو يو عظيم احساس دے۔ده واضحه كړه چې پاكستان د چين څخه د زده كړې هڅه كوي۔شهباز ش??يف ووئيل په دې كښې هېڅ شك نشته چې چين به لا پرمختګ وكړي او د پاك چين ملګرتيا اړيكې به لا قوي شي٬د پاك چين سفارتي اړيكو قيام نه پس د تېرو 7 لسيزو په مهال چين د يو بې مثاله او منفرد دوستي يا د كلكې ورورولۍ ثبوت وركړے۔ده ووئيل دواړو هېوادونو د شريك باور٬احترام د مرستې په بنياد اړيكو ته وده وركړې۔شهباز ش??يف د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ(سي پیك) منصوبه د پاكستان برېښنا٬توان٬انفراسټركچر او پبلك ټرانسپورټ په څانګو كښې بدلون راوستلو لپاره د يو ګيم چينجر په توګه ستائېلې۔۔وزيراعظم په چين كښې د شينزن سپيډ ح??اله ورك??لو سره ووئيل دې ته مونږ پاكستان سپيډ وائيو او دغ?? ورورولي٬مرسته او دوستي ده۔ده هيله څرګنده كړه چې سي پېك به د كركيلې٬جديد ټېكنالوجي او آئي ټي انډسټري ته ودې ورك??لو لپاره وړاندې پړاؤ ته لاړ شي۔ وزيراعظم شهباز ش??يف ووئيل د ملګرو ملتونو او ټولنې ترمينځه هم آهنګۍ او پرامن شريكې بقا ته وده ورك??لو لپاره د چين مجوزه ګلوبل ډوېلپمنټ انيشيټو او ګلوبل سيكورټي انيشيټو ملاتړ كوو۔
پاكستان به كامياب او د پرمختګ شريك منزل لپاره منطقې او په ټوله نړۍ كښې د امن او هم غږۍ ودې لپاره د چين سره په ګډه كار كوي۔ د وزيراعظم شهباز شريف شنهوا سره مركه
Andal Bahar Official Betting
مضمون کا ماخذ : apostas quina