اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د شوګر ناروغتيا په اړه په اولس ??ښې د شعور بېدارولو په ضرورت زور رواړولو سره وئيلي دي صحت مند او لوستے قام ترقي كولې شي، باقاعده ورزش، په وزن قابو موندل، د زيات خوراك نه كولو پشمول صحت مند ژوند سره د شوګر مخنيوے كېدے شي كوم چې يو غلے قاتل دے، د دې پيټي كمولو لپاره د رنځ تشخيص او د دې مناسب انتظام ضروري د ے، د چين او هند نه پس د نړۍ درېمه لويه آبادي د شو??ر په رنځ اخته ده۔ صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ ايوان صدر ??ښې د شوګر نړيوالې ورځ په مناسبت سره دستورې ته خپلې وېنا ??ښې وكړ??۔ په دستوره ??ښې پاکستان ??ښې د ډنمارك سفير جېکب لنلف، د هيلتھ سروسز اکيډمۍ وائس چانسلر ډاکټر شهزاد علي خان، د صحت پوهانو او نورو شخصياتو ګډون وكړو۔ صدر مملکت هېواد ??ښې د شو??ر په زياتېدونكې رنځ د تشويش څرګندونه كولو سره ووئيل پاکستان د شوګر خپرېدو په لحاظ سره د نړۍ درېم لوي هېواد دے چرته چې 3 كروړه 30 لكه نه زيات كسان په دې رنځ اخته دي۔ ده ووئيل په هېواد ??ښې هر كال څلور لكه كسان د شوګر او د رنځ نورو پېچلتياٶ له امله مري۔ صدر مملکت د شوګر مخنيوي لپاره روايتي او د سوشل ميډيا د لارې موثره٬ مقصدي او د پرله پسې كمپائن پېل كولو په ضرورت زور رواړلو سره ووئيل سمپوزيم، ورکشاپس، کنفرنسز او اولسي غونډو كولو سره سره د انفارميشن ټيکنالوجۍ استعمال سره دې واټس ايپ٫ چيټ بوټس، ويب او په سېل فون آډانه د اېپلي كېشنز نه علاوه كال او د ټېكسټ پېغامونو د لارې په اولس ??ښې شعور راپېدا كړے شي۔ ده ووئيل يو صحت مند او لوستے قام ترقي كولے شي، باقاعده ورزش، په وزن قابو موندل، د زيات خوراك نه كولو پشمول صحت مند ژوند سره د شوګر مخنيوے مرسته كېدے شي كوم چې يو غلے قاتل دے ۔ صدر مملكت په اړوندو ډلو زور رواړو چې ھغوي د پوليو واكسينېشن كمپائن د كرونا وباء په مهال د صحت څ??نګې څخه د ترلاسه شوې تجربو څخه استفاده وكړي د كومې د لارې چې پاکستان “آٶټ آف دي باکس” حل خپل كړے او د اولس ژوند او په معاش بچ كولو ??ښې كامياب شوے ٬ دغه تجربې څخه دې د شوګر نه بچ كېدو لپاره د مناسب او معقول انتظام د لارې مرسته ترلاسه كړې شي۔ د دې نه وړاندې د هيلتھ سروسز اکيډمۍ وائس چانسلر ډاکټر شهزاد علي خان سره سره د ډنمارك سفير جېكب لنلف هم وېنا وكړ??۔ په دې موقع صدر مملکت په دستوره ??ښې ګډون كوٶنكو د صحت نوميالو پوهانو ته تعريفي شېلډز هم وركړل
په صحت مند ژوند كولو د شوګر مخنيوے كېدے شي۔ صدر ډاکټر عارف علوي
7 Farm No. 5 APP download website
مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون