اسلام آباد۔30اپرېل(اے پی پی) حکومت ځوان كول د پي ټي وي زر??ن دور څخه د معارفي كولو پرېكړه كړې ده ٬ اوس به ځوانان د پي ټي وي د 60 او 90 ليسيزې ترمينځه ډرامې ٬ ټي وي شوز په خپل موبائل كتلې شي۔ د اتوار په ورځ دې ځايې څخه د جاري شوي بيان له مخې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د پي ټي وي فلېكس اېپ پرانسته وكړه۔ د اطلاعاتو سېكتر او د پي ټي وي اېم ډي سهېل علي خان ٬ د نيوز اېنډ كرنټ افيئر ډائرېكټر عون ساهي هم په دې موقعه موجود وو۔ د پرانستې دستوره كښې ميډيا انډسټري سره تړون لرونكې خالد عباس ډار ٬ جاوېد شېخ او بشری انصاري هم موجود وه۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې ووئيل د دې اپليكېشن مقصد د پي ټي وي زر??ن دور ژوندے ساتل دي۔ د پي ټي وي اېم ډي ووئيل چې دې اپېلي كېشن لپاره زياته خواري شوې ده۔ په پي ټي وي فلكس اېپ كښې د بېلو ډرامو او پروګر??مو??و آركائيو مرتب كړې شوې ده۔ د پی ټی وی فلکس اېپ پرانستې دستوره كښې پي ټي وي سره تر اوږدې مودې تړون لرونكو نوموړو فنكارانو هم ګډون وكړو۔ د اېپ مقصد د پي ټي وي ډرامې او پروګر??مو??و سره د اړوند يادونو تازه ??ولو سره سره دا پروجېكټس محفوظ كول هم دي۔ په دې اېپ كښې ففټی ففټی، الف نون، آنګن ټیڑھا، خواجه اینډ سنز او د برګر فیملی په څير كاميډي شوز او ډرامې شامل دي۔ دغسې د ماشومانو مقبوله ډرامه عېنك والا جن به هم د دې اېپ د لارې كتلې شي۔ د پرانستې دستوره كښې ګډون كوؤنكو نومورو فنكارانو د پي ټي وي ددې هڅې س??ائنه وكړه۔ پي ټي وي فلكس اېپ به اېنډراډ صارفین پلے سټور څخه او آئي فون صارفين اېپ سټور څخه ډان لوډ كولې شي۔
وفاقي وزيرې مريم اورنګزيب د پي ټي وي فليكس ايپ پرانسته وكړه
Mafia Mayhem Online Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو