کراچۍ 11 مئي (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئر??ېن او خارجه وزير بلاول بھټو زرداري واضح كړې چې پاکستان پيپلز پارټي د يو ??ياستمدار په ګرفتارۍ نه خوشحالېږي او نه په يوه سياسي پارټۍ د بندېز پلوې ده٬ تحريك انصاف له به پرېكړه كول وي چې ھغه د سياسي ګوند په توګه چلېدل غواړي يا د شر خوښي تنظيم ، مونږ د ټولټاكنو په مقرره وخت د كولو مرستيال او د هېواد موجوده صورتحال سياسي حل لپاره هيله مند يوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په بلاول هاوس ميډيا سيل كښې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ بلاول بھټو زرداري د سندھ په بلدياتي انتخابات كښې د پاکستان پيپلز پارټۍ په تاريخي كاميابۍ د مئي په 13مه نيټه د جشن اعلان كولو سره په جيالو زور رواړو چې دوي له به د اولس خدمت يو په دوه زياتولو له په خوارۍ ثابتول وي چې دوي د ھغوي حقيقي نمائندګان دي۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل تېرې دوه ورځې د پا??ست??ن د تاريخ تورې ورځې دي٬ د عمران خان د اته ورځو په ريمانډ غبرګون كښې د تحريك انصاف لخوا داسې بريدونه وشول چې په تاريخ كښې ئې مثال نه ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل تر كومې چې ما ته ياد دي په جي ا??چ كيو يو ??ريد كالعدم ټي ټي پي كړے ؤ او اوس پي ټي آئي كړے ، په بلوچستان كښې د قائداعظم محمد علي جناح په كور يو ??ريد کالعدم بي ا??ل اے كړے ؤ او دوېم بريد اوس تحريك انصاف په لاهور كښې په جناح هاٶس كړے۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل د عمران خان په ضد د کرپشن تورونه سنګين دي٬ 190 مېليونه پاٶنډ د پا??ست??ن وو٬ د اولس پېسه وه كومه چې اولس ته واپس كول پكار ده خو عمران خان قادر ټرسټ لپاره كابينې څخه په زبردستي منظوري اخستې۔ ده ووئيل عمران خان برتانيې څخه د رقم په منتقلۍ كښې خپلې كابينې سره ټګي كړې۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل پكار خو داسې وه چې عمران خان ګرفتار شوے ؤ او د ھغه ګوند وئيلي وو چې زمونږ مشر څومره بهادر دے خو د دې غبرګون ټولو وليد٬ ده ووئېل پي ټي آئي كه سياسي ګوند پاتې كېدل غوښتل نو د سوله ايز احتجاج كال به ئې وركړے ؤ۔ ده ووئيل زمونږ مشر په سولۍ كړے شوے خو مونږ په جي ا??چ كيو يا په كور كمانډر هاٶس بريد نه دے كړے٬ د پاکستان پيپلز پارټۍ كاركنانو خپل ځان سوځولے خو پا??ست??ن ته ئې زيان نه دې رسولے۔ خارجه وزير زور رواړو چې رياست٫ حكومت او د اداور ذمه واري ده چې د پا??ست??ن د قانون او آئين له مخې عمل وكړي دغسې چې بيا لپاره يو ??ياسي ګوند ٬ ډله يا تنظيم تر دې حده د پاکستان د قانون د خلاف ورزۍ سوچ ونه كړے شي۔۔ په دې موقع د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاه، د اطلاعات صوبائي وزير شرجيل انعام مېمن،د پي پي پي چيئر??ېن پوليټيکل سېکرټري جميل سومرو او کوآرډينيټر مير سهراب مري هم موجود وو
پاکستان پيپلز پارټي د يو سياستمدار په ګرفتارۍ نه خوشحالېږي او نه په يو سياسي ګوند د بندېز پلوي ده ۔ د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري پرېس كنفرنس
Supermarket gift package online entertainment APP
مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل