اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) بېن الحكومتي ټرانزېكشنز لپاره د کابينه کمېټۍ د پاکستان کنټينرز ټرمينل د آپرېشن٬ مرمت و بحالۍ او د ډوېلپمنټ حقونو پحقله د لوظنامې د شرطونو (ږي او آرز) تقابلي جاج اخستو نه پس وفاقي كابينې ته د وړاندې كولو سفارش كړے دے۔ د بېن الحكومتي ټرانزېكشنز لپاره د کابينه کمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد ا??حاق ډار په مشرۍ كښې شوې۔ په غونډه كښې وفاقي وزيران سيد فېصل سبزواري، سيد نويد قمر، وزير مملکت مصدق ملك، خاص مرستيال طارق با??وه، اټارني جنرل آف پاکستان، د خزانې سېکتر، د سمندري چارو سېكتر، د قانون او انصاف سېكتر او نورو لوړ پورو ګډون كړې۔ په غونډه كښې د سمندري چاور وزارت لخوا ?? کراچي پورټ ټرسټ او د ا??وظهبي پورټس يواے اي ترمېنځه په تجارتي لوظنامه مذاكراتو لپاره د كمېټئ د سفارشاتو او تجويزونو جاج واخستو، د غونډې ګډون كوٶنكو ??ه ووئيل شول چې د مذاكراتي كمېټۍ غونډه د سمندري چارو وفاقي وزير په مشرۍ كښې په 19٬ 20 او 21 جون شوې چې پكښې د ا??وظهبي پورټس يواے لخوا د پاکستان کنټينرز ټرمينل آپريشن، مرمت او بحالي او د ډوېلپمنټ حقوق پحقله د لوظنامې تفصيل سره جاج واخستو۔ كابينې د كمېټۍ د تفصيلي بحث او شرائط (ټي او آرز) تقابلي جاج اخستو نه پس لوظنامه منظور لپاره وفاقي كابينې ته د وړاندې كولو سفارش وكړو
بېن الحكومتي ټرانزېكشنز لپاره د کابينه کمېټۍ د پاکستان کنټينرز ټرمينل د لوظنامې تقابلي جاج اخستو نه پس وفاقي كابينې ته د وړاندې كولو سفارش وكړو
Egyptian symbols online entertainment website
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ