اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي پاکستان كښې د اوبو كمي په زيات شوي بحران قابو موندلو لپاره كرونده كښې د ډرپ او سپرے ارېګېشن غوندې نظام خپلولو او په سمارټ ډول د اوبو كارولو ته ضرورت دے ، زرعی څانګه د هېواد نزدې 95 فیصده اوبه استعمالوي كومې لپاره چې د اوبو كارولو كښې د بچت په اړه سمدستي منصوبه بندي او اصلاحات پكار دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ اسلام آباد كښې په موسمي لحاظ سره لچکدار پاکستان كښې د اوبو او خوراك نظام لپاره د ب??لو?? لارې په سرخط نړيوال کنفرنس ته د ويډيو لنك خطاب په مهال وكړه۔د کنفرنس اهتمام انټر??یش??ل واټر مینجمن?? انسټی ټیوټ، پاکستان کونسل آف ریسر?? ان واټر ریسورسز، نېشنل فوډ سکیورټی اینډ ریسرچ وزارت ، د اوبو وسائلو وزارت،د موسمي ب??لو?? وزارت او یونیسف كړے ؤ چې پكښې نړيوالو او ځائې د اوبو پوهانو ګډون كولو ۔په خپله وينا كښې صدر ووئيل پاکستان له د خپلو موجوده اوبو وسائلو محفوظولو لپاره جامع انتظام ته اړتيا ده۔ صدر مملکت صنعتی خزلې څخه سمندرونه بچ كولو لپاره د اوبو ويستلو د كوټلي نظام په جاجت هم زور راوړو۔ په دې موقع ډائریکټر جنرل پاکستان کونسل آف ریسر?? ان واټر ریسورسز ډاکټر حفضه رشید، انټر??یش??ل واټر مینجمن?? انسټی ټیوټ څخه ډاکټر بنیود هوماتوف او ډاکټر جوآن کار??وس سانچیز رامیرز، انټر??یش??ل فوډ پالیسی ریسر?? انسټی ټیوټ څخه ډاکټر سټیفن ډیوس او آسټریلین سنټر فار انټرنېشنل ایګریکلچرل ریسرچ څخه ډاکټر نیل لازارو هم خطاب وكړو
كروندې لپاره ډرپ او د سپرے اوبه خور نظام په خپلولو د اوبو بحران څخه بچ كيدے شوو ۔صدر ډاکټر عارف علوي
Gem Savior Sword Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز