اسلام آباد۔18دسمبر (اے پی پی) د روغتيا ملي ادارې (اېن آئي اېچ) موبائل تشخيصي ډلې په سېلاب ځپليو سيمو كښې د وېړيا درملنو آسانيو رسولو لړۍ روانه ساتلې ده دغسې چې د متعدي رنځونو په صورت كښې د ځائي خلقو مرسته وكړې شي۔ سركاري ذريعو وئيلي دي چې د ټېسټ آسانۍ په هغه ځايونو كښې وركولې شوي چرته چې ټېسټنګ ته رسېدل محدود وي او اوس د ځپليو وګړو د انفلوئنزا، ملیریا، ډینګی او کووېډ په څير نورو موسمي رنځونو څخه د متاثره كېدو اندېښنه ده او هم دې لپاره موبائل ډلو ته رنځورانو ته د وېړيا ټېسټ آسانۍ وركولې هدايت شوے دے ۔ د اېن آئي اېچ يو درې كسيزه ډله كومه چې په يو ډاكټر او دوه ماليكيولرجسټ مشتمل ده ٬ بدين كښې د لېبز په چلولو مامور ده۔ اېن آئي اېچ پنجاب ٬ سندھ او خېبر پښتونخوا ته په مجموعي توګه درې موبائل لېبارټرۍ وركړې دي دغس چې د کووېډ19 او نورو متعدي رنځونو د تشخيص صلاحيت لا سوا شي۔ دا موبائل لېبارټريز به د صوبائي صحت محكمې تشخيصي صلاحيت ته وده وركړي
د روغتيا ملي ادارې موبائل تشخيصي ډلې په سېلاب ځپليو سيمو كښې د وېړيا درملنو آسانيو رسولو لړۍ روانه ساتلې ده
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال