اسلام آباد 17مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد وئيلي دي پاکستانيانو لپاره د کويت ويزې وركول به زر پېل شي، د نواز شريف پاسپورټ په شارټ نوټس جوړولو له چمتو يو، نواز شريف به په دغه پاسپورټ يواځي پاکستان ته راتللے شي،پي ډي اېم د مارچ ځنډولو ښه پريكړه كړې ۔ د شورو په ورځ پريس کنفرنس ته وينا كښې د كورنيو چارو وزير ووئيل قطر ته تللے ووم هغوي سره ښې خبرې شوي، د پاکستاني قام لپاره زيرے لرو چې د پاکستانيانو لپاره د 2011 راهسي بندې شوې وېزې وركول به پېل شي ۔دا خبره د كويت د كورنيو چارو وزير سره شوې۔ده ووئيل په كورنيو چارو وزارت كښې د 18،18 كالو راهسې ناست افسران به بدلولے شي۔شيخ رشيد احمد ووئيل پي ډي اېم د مارچ ځنډولو ښه پريكړه كړې ، سياست كښې سکون راغلے اوس به د روژې مياست هم ښه تيره شي، پي ډي ايم ته وايم چې اسمبلۍ ته راشي او خبرې اتري وكړي، پي ډي ايم عمران خان له ماتې نه شي وركولې، عمران خان په سياسي توګه قوي دے كوم ته چې هغوي زيان نه شي رسولے ۔ ده ووئېل هغه د هېواد داسې كوم ځاے نه دے پرېښودے چرته چې هغه جلسه نه ده كړي۔ د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل (ن)ليګ كښې دوه ډلي دي او هغه هم په يوه كورنۍ كښې دي۔ ده ووئيل پاکستان او قطر خپلو كښې ښې اړآېكي لري، قطر سره د ايل اين جي ډيل شوے۔ وفاقي وزير ووئيل وزيرِاعظم عمران خان ټول وزيران متحرك كړي او د كار سپارښتنه ئې كړې ۔ده ووئيل نه د نورو په وزارت كښې مداخلت کوم او نه څوك خپل وزارت كښې مداخلت ته پريږدم۔
پي ډي اېم د مارچ ځنډولو ښه پريكړه كړې ، د كورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد پرېس کنفرنس
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں