پېښور ۔ 08 فروری (اے پی پی) د پيښور پشمول ټوله خېبر پښتونخوا کښي د هېواد دولسمو ټولټاكنو ل??ار?? د پولنګ وخت پېل شوے دے۔ پولنګ به د سحر 8 بجو نه تر مازيګر 5 بجو له كومې دمې نه غېر دوام لري۔ په دې مهال بشپړه امنيتي انتظامات شوي دي۔ په خېبر پښتونخوا كښې به قومي اسمبلۍ ل??ار?? د 713 او صوبائي اسمبلۍ ل??ار?? د 1814 كانديدانو ترمينځه مقابله وي۔ د الېکشن کمېشن د وياند ترمخه په صوبه کښې د ووټنګ عمل ل??ار?? 15 زره 696 پولنګ سټېشنونه جوړ کړې شوې دې۔ په مجموعي توګه 2 كروړه 19 لكه 4 زره 810 وګړي به د رايې حق كاروي۔ د نارينه ووټرانو شمېره 11944383 او د مېرمنو 9983737 ده۔ سړو ل??ار?? 4810 پولنګ سټېشنونه ٬ مېرمنو ل??ار?? 4287 او په مشتركه توګه كارول كېدونكي نورو 6600 پولنګ سټېشنونه جوړ كړې شوي دي۔ دغسې 1 لك 81 زره څخه ز??ات?? پولنګ عمله تعينا?? كړې شوې ده۔ د وياند له مخې ټاكنو ل??ار?? 4 كروړه 54 لكه 40 زره بېلټ پېپرې چھاپ كړې شوي دي۔ د پولنګ په بشپړ كېدو به په فارم 45 پرېزائيډنګ افسران نتيجې جاري كوي۔ دې څخه وړاندې ټولو پراېزائيډنګ افسرانو ته د ريټرننګ افسرانو د دفترونو لخوا پولنګ مېټريل٬ بېلټ باكسز ٬ بېلټ پېرز او نور سامان د پوليس او قانون نافذ كوؤنكو ادارو په امنيت كښی پولنګ سټېشنونو ته ورسولې شو او د ترسيل دا عمل د شپې تر ناوخته ترسره كړے شو۔ د الېكشن كمېشن د ضابطه اخلاق ترمخه په ټولو پولنګ سټېشنونو پريزائيډنګ افسرانو ته اړوند هدايات جاري كړې شوي دي۔ بلخوا په خېبر پښتونخوا كښې په حساسو او ز??ات?? حساسو پولنګ سټېشنونو پوليس او پوځ تعينا?? كړے شوے دے۔
د پيښور پشمول ټوله خيبر پښتونخوا کښي د هيواد دولسمو ټولټاكنو لپاره پولنګ پيل شو
Midas Treasure Official Entertainment Link
مضمون کا ماخذ : apostas quina