اسلام آباد 19مارچ (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د كويت سره اړيكو لا مستحكمولو لپاره تجارت او سرمايه كارۍ ته پام لرنې كولو سره هغه سره په ??ډه د كار كولو خوښي څرګنده كړه او د دواړو هېوادونو ترمينځه د 10 ارب ډالرو په 7 لوظ نامو عملدرآمد باوري كولو لپاره ئې د ډلو په جامع هڅو زور راوړو ۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بي??ن له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره پاكستان كښې د كويت سفير ناصر عبدالرحمان جاسر المطیری ملاقات وكړو ۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل پاكستان كويت سره خپلو تاريخي او ژورو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ده د كويت امير شېخ مشعل الاحمد ال??اب?? الصباح پشمول د كويت مشرتابه لخوا په بي?? ټاكلے كېدو پېغام او د نيكو هيلو او مباركۍ مننه وكړه۔دغسې وزيراعظم تجارت او سرمايه كارۍ ته د پام لرنې كولو سره دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو لپاره هغه سره په ??ډه د كار كولو خواهش څرګنده كړو ۔ده د كويت امير ته زر تر زره د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه۔وزيراعظم د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل نومبر 2023 كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د 10 ارب ډالرو 7 لوظ نامې لاس ليك شوي چې پكښې د غذائي تحفظ٬ټېكنالوجي٬هائيډل پاور٬كان كيندونكي او معدنيات٬د اوبو رسنې او مينګروو بحالۍ پشم??ل متنوع څانګې شامل دي ۔ده په لوظ نامو زر تر زره عملدرآمد باوري كولو لپاره دواړو خوا په هلو ځلو زور راوړو۔په دې لړ كښې ده د خاص سرمايه كارۍ آسانيو كونسل(اېس آئي اېف سي)په كردار زور راوړو كوم چې په پاكستان كښې غېر ملكي سرمايه كار راغب كولو لپاره يو قوي او موثر طريقه كار وركوي۔د كويت سفير په دې سخت وخت كښې د كويت په ملاتړ د پاكستان مننه وكړه۔سفير 91-1990 بحران په مهال د كويت آزادۍ او خپلواكۍ لپاره په بشپړه اولسي ملاتړ د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف د زړه نه مننه وكړه۔ده د كورونا وبائي رنځ په مهال د كويت سره د پاكستان د ملاتړ هم مننه وكړه۔سفير پاكستان سره د نزدې اړيكو جوړولو لپاره د كويت د قوي عزم پخلے وكړو۔دغسې وزيراعظم د پاكستان او كويت ترمينځه قوي اړيكو له د ودې وركولو په اړه د هغه د كردار ستائنه وكړه۔
وزيراعظم محمد شهباز شريف سره پاكستان كښې د كويت سفير ملاقات
Jane the Predator's Crypt of Fortune Official Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے