د نړۍ كوم هم قام د تعلیم او شعور نه غير د پرمختګ او سوكالۍ پلو نشي تللې ۔ د وزیراعظم شهباز شریف دستورې ته وينا
Adventure treasure hunt entertainment official website
APP53-270324
ISLAMABAD: March 27 – Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif addresses the inter-faith iftar dinner ceremony hosted by the Ministry of Foreign Affairs. APP
اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي د نړۍ كوم هم قام د تعلیم او شعور نه غير د پرمختګ او سوكالۍ پلو نه شي تللے ٬ تر څو چې د قام د ځامنو د تعلیم بندوبست نه وې شوے تر هغه وخت د قائداعظم د پاکستان خواب تعبير نشي موندلے ۔ د دانش سک??لونو د كار دائره به تر اسلام آباد ، آز??د جمو او کشمیر ، ??لګ?? بلتستان او نورو صوبو خپرولې شي۔د دې خيالاتو څركندونه ده د نهې په ورځ د دانش سک??ل سائیټ څارنې په موقع دستورې ته وينا كښې وكړه۔په دستوره كښې د تعليم وفاقی وزیر ، وائس چانسلر ، استاذانو ، د تعليم سیکرټری ، د بېلو ادارو مشرانو او د ژوند د بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو ګډون كولو۔ وزیراعظم په خپل خطاب كښې ووئيل د پخواني وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ كښې د قام بچو له د تعلیم وركولو لپاره چې پنجاب كښې كومې هلې ځلې پيل شوې وي نن د هغې د كار دائره پراخه كړې كېږي۔ دانش سک??ل كښې زياتره هغه ماشومان داخل دي كوم چې زيرك او فطین دي او د هغوې مور او پلار د هغه بچو د تعلیم وسائل نه لري يا هغوې يتيمان دي۔د لوئي څښتن په فضل او کرم سره دانش سک??ل نه لوستونكې او دلته څخه فارغ شوي زدكونكې به د قام او هېواد په ټوله نړۍ كښې نامه روښانه كوي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ چې دانش سک??لونه جوړول پېل كړل نو په مونږ تنقید کيدلو خو زمونږ موقف دا ؤ چې كه د مالدارو بچي ایچی سن کالج غوندې سكول كښې زدكړي ترلاسه كولې شي نو غريب او ذهین او فطین ماشوم لپاره ولي داسې سک??ل نشي پرانستلې كېدے۔ ده ووئېل اسلام آباد كښې داسې زمكې شته چرته چې د مالدارو ماشومانو لپاره سک??ل پرانستې شوي كومه چېيوه ښه خبره ده خو تعلیم يواځې د مالدارو د بچو حق نه دے د غريب بچے هم د جدید تعلیمی آسانۍ ترلاسه كولې شي۔دغسې د دې سوچ له مخې مونږ د دانش سک??لونو د كار دائره اسلام آباد ، آز??د جمو او کشمیر، ??لګ?? بلتستان او تر بلوچستان خپرولو پريكړه كړې۔ده ووئيل دانش سک??ل اسلام آباد لپاره 10 ایکړه زمكه وركړې كېږي چرته به چې ټولې جدید تعلیمي آسانۍ وركولې شي۔ وزیراعظم ووئيل د ټولو صوبو د اعلیٰ وزيرانو په مشاورت سره آز??د جمو او کشمیر، ??لګ?? بلتستان ، بلوچستان او د سندھ لرې پرتو سيمو كښې به دا سكولونه جوړولې شي،مونږ هڅه كوو چې دغه سيمو كښې په هر ډویژن كښې دا سكول جوړ شي۔??لګ?? بلتستان ، آز??د جمو او کشمیر، بلوچستان او د سندھ لرې پرتو سيمو كښې د دانش سک??لونو جوړولو لپاره 100 فیصده وسائل به د وفاق د اړخه وركولې شي ځكه چې مونږ ته معلومه ده چې دې څخه لوئي كوم بل خذمت نشته دغسې به پاکستان كښې دوه كروړه 60 لکهه څخه زيات ماشومان كوم چې د سک??لونو څخه بهر دي هغوې به سكولونو كښې داخل شي او په صحیح معنو به د قام او اولسي وسائل په خپلو بچو مصرف كړو ٬ ده ووئېل كوم هم قام د تعلیم او شعور نه غير پرمختګ او د سوكالۍ منزل نه شي ترلاسه كولې۔ وزیراعظم ووئيل پنجاب كښې د محمد نواز شریف په مشرۍ كښې 2 لکهه استاذان په میرټ بھرتی کړې شوي، د قام بچو ته د محنت او قابلیت په بنیاد د کلاشنکوف په ځائې لیپ ټاپ ډالۍ كولې شي۔نن الحمد الله د هغې په وجه دوي پخپل محنت سره حلاله روزي ګټي۔دغې لیپ ټاپس د کووډ 19 وبا په دور كښې تعلیم وركولو كښې هم مهم كردار ترسره كړے ؤ۔ ده ووئېل په لیپ ټاپس سکیم هم په مونږ تنقید شوے ؤ خو په مونږ د هغې څه فرق نه دې پريوتے ځكه چې كه د مالدارو بچو لپاره جدیدې تعلیمې ادارې پرانستلې كېږي نو د غريب او يتيم ماشوم لپاره هم دا ډول اسانۍ به وركول وي۔ وزیراعظم ووئيل د دانش سک??لونو جال به تر هېواد كښې خپرولې شي دغسې چې د كومو ماشومانو لپاره د لويو تعلیمی ادارو دروازې بندې دي هغوې لپاره د دانش سک??ل دروازې پرانستې وي۔دا هغه خوب دے كوم لپاره به چې ټول قامي وسائل وركولې شي۔ وزیراعظم ووئيل آز??د جمو او کشمیر ، ??لګ?? بلتستان او بلوچستان سک??لونو كښې د دانش سک??لونو پي سي ون منظورۍ نه پس به د دې سک??لونو د بنیاد ??يګ?? اېښودلې شي۔د دې سكولونو به په 6 مياشتو كښې د بشپړولو هڅه كولې شي۔وزیراعظم ووئيل دې عظیم قامي خذمت او نیك کار كښې بايد ټولي اړونډې ادارې او عهديدار كردار ترسره كړي۔