اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سپوږمۍ ته د پاكستان وړومبې سېټلائټ په لېږلو قام او سائنس مدارو له مباركي وركولو سره وئيلي دي د اتومي مېدان غوندې په دې مېدان كښې هم زمونږ سائنسمدارو، انجينئرانو او هنرمندو خپل صلاحيت ښودلے، دې مهمې کاميابۍ سره پاکستان په خلا كښې د بامقصده استعمال په نوې دور كښې داخل شو او د سيټلائټ کميونيکيشن په څانګه كښې به د پاكستان صلاحيت لا زيات شي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د ج??ري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل “آئي کيوب قمر” سيټلائټ په خلا كښې د پاکستان وړومبے ګام دے۔ وزيراعظم ووئيل د انسټيټيوټ آف سپېس ټيکنالوجي کور کميټۍ او د دې غړي ډاکټر خرم خورشيد، د سپارکو پشمول ټولو ډلو په خاص توګه پراجيکټ كښې برخه اخستونكو زده كوونكو ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔ ده ووئيل د هماليه نه د لوړې٬ د سمندر نه ژورې او د شاتو نه د خوږې پاك چين دوست?? خوشبو د پولې نه پرته نن د خلاګانو په پولو هم اوړېدلې ده، په اته هېوادونو كښې يواځې د پاکستان د منصوبې قبلېدل زمونږ د سائنسمدارو ??و د پوهانو د قابليت اعتراف دے٬ ده ووئېل دا د تكنيكي پ??مخ??ګ په سفر كښې تاريخي لمحه ده ، دې مهمې کاميابۍ سره د پاکستان په خلا كښې د بامقصد استعمال نوې دور ته داخل شو۔ ده ووئيل دا كاميابي به د سيټلائټ کميونيکيشن په څانګه كښې د پاکستان صلاحيتونه زيات كړي او سائنسي تحقيق، اقتصادي پ??مخ??ګ او قامي سلامتيا لپار?? به نوې موقعې هم راپېدا كړي۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان ځوانانو ثابت كړه چې ھغوي د خلاګانو د تسخير كولو هم صلاحيت٬ جذبه او پوهه لري، كه لوي څښتن وكړي نو د 28مې مئي كال 1998 غوندې به د خلا او معاشي پوشيده كمال ت?? به هم ورسو۔ ده ووئيل په مواصلاتي ډھانچه كښې د خپلواك?? خوب تعبير سر?? به پاكستان په دې څانګه كښې هم قائدانه كردار ادا كوٶنكو هېوادونو كښې وشمېرلې شي٬ د پاکستان په سائنس او ټيکنالوجۍ، جديد علوم او هنرمندۍ كښې پ??مخ??ګ د وخت او هېواد ضرورت دے، ده ووئېل زمونږ هڅه او پاملرنه ده چې خپل زلمي د ج??يد علوم او فنون، سائنس او ټيکنالوجۍ په لړ كښې مخ په وړاندې بوځو دغسې چې پاکستان د ايجاداتو په نړۍ كښې هم تر ټولو وړاندې لاړ شي۔
“آئي کيوب قمر” په خلا كښې د پاکستان وړومبے ګام دے٬ وزيراعظم شهباز شريف سپوږمۍ ته د پاكستان وړومبې سېټلائټ په لېږلو قام او سائنس مدارو له مباركي وركړه
Mafia Mayhem Entertainment Official Link
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں