لاهور ۔12 نومبر(اے پی پی) د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي په ګلبرګ كښ?? د مسلم ليګ (ق) لارښود چوهدري شجاعت حسېن سره د هغه په استوګنه ملاقات وكړو۔ صوبائي وزير شافع حسېن هم په دې موقعه موجود ؤ۔ چوهدری شجاعت حسېن د كوئټه رېلوے سټيشن چاودنې سخته غندنه ك??لو سره د شهيد شويو كسانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ چوهدری شجاعت حسېن د وفاقی حکومت لخوا جوړېدونكي ټ??لو سړكونه د شهيدانو نامې ته د منسوب ك??لو غوښتنه وكړه۔ وفاقی وزیر د چوهدری شجاعت حسېن غوښتنې سره اتفاق ك??لو سره په اسلام آباد كښ?? جوړېدونكي نوې سړكونو د شهيدانو نامو ته د منسوب ك??لو اعلان وكړو۔ ده ووئيل د نورو صوبو اعلی وزيرانو سره به هم په دې لړ كښ?? خبره كولې شي۔ چوهدري شجاعت حسېن ووئيل دې سره به د شهيدانو نامې يادې پاتې شي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښ?? د پاكستان د قربانيو نظير په نړۍ كښ?? نه موندلې كيږي۔ داخله وزير ووئيل د پاكستان د شهيدانو د عظيمو قربانيو پور ادا كېدے نه شي٬ مونږ د هغوي كورنيو سره يو برابر ولاړ يؤ۔ چوهدری شجاعت حسین او چوهدری شافع حسین د آسټرېليا په ضد 22 كاله پس د ون ډے سيريز په ګټلو محسن نقوي ته مباركي ورك??لو سره ووئيل ستا خوارۍ او د لوبغاړو كاركردګۍ په دې بريا كښ?? مهم كردار ترسره كړو۔ چوهدری شجاعت حسین هيله ولرله چې په آئی سی سی چېمپیئنز ټرافی ټورنامنټ كښ?? به هم پاكستاني لوبغاړي ددې ډول كاركردګۍ څرګندونه وكړي۔
د داخله وزير محسن نقوي چوهدري شجاعت حسين سره ملاقات
NS electronic honest betting platform
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ