اسلام آباد۔13دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د پاكستان – تاجكستان جوائنټ كميشن غونډې په مهال د دواړو هيوادونو ترمين??ه په بيلو څانګو كښې په شوي پيشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه د تړون په ښه كولو او د همكارۍ په زياتولو زور راوړے دے۔ د وز??راعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وز??راعظم شهباز شريف سره د تاجکستان د توان وز??ر دلېر جمعه ، كوم چې د پاكستان -تاجکستان جوائنټ کمېشن غونډھ كښې ګډون لپاره د پاكستان په دوره دے ٬ د جمعې په ورځ ملاقات وكړو۔ وز??راعظم د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې د تاجكستان خپلې دورې او د تاجك صدر امام علي رحمان سره رياض او باكو كښې د خپلو ملاقاتونو ذكر كولو كښې تاجك صدر لپاره د خپلو نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده هيله َښكاره كړه چې تاجك صدر به ډېر زر د پاكستان دوره وكړي۔ وزیراعظم د خپلې دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمين??ه په شوو لوظنامو او د تفاهم په يادښتونو د اطمينان څرګندونه كولو سره په دې خبره زور راورو چې د دواړو هېوادونو ترمين??ه په لاس ليك شوو لوظنامو په وخت عملدرآمد سره به دوه اړخيزه اړيكې لا پياوړې كولو له مرسته ترلاسه شي۔ د تاجکستان وزیر په هركلي او مېلمستيا د وز??راعظم مننه وكړه او د دواړو هېوادونو ترمينځه د تړون په لا ښه كولو او د همكارۍ په لا زياتولو يۍ زور راوړو۔ په ملاقات كښې د كاسا 1000 په شمول د سيمه ايزو رابطو په نورو منصوبو هم بحث وشو۔ دواړو اړخونو د توان ٬ زده كړو او كركيلې په شمول بېلو څانګو كښې همكارۍ ته په ودې ور??ولو هم اتفاق وكړو۔ ملاقات كښې نائب وز??راعظم اسحاق ډار ٬ د سرمايه كارۍ او مواصلات وفاقي وز??ر عبد العليم خان ٬ د اقتصادي چارو وفاقي وز??ر احد خان چيمه ٬ د توان وفاقي وز??ر اوېس اح??د لغاري ٬ د پټروليم وفاقي وز??ر مصدق ملك ٬ د وز??راعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او نور اړوند افسران هم موجود وو۔
د وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان – تاجكستان جوائنټ كميشن غونډه كښې د دواړو هيوادونو په بيلو څانګو كښې په شوي پيشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه
डेमन फॉर्च्यून एंटरटेनमेंट विश्वसनीय प्रवेश
مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر