لاهور۔4 دسمبر(اے پی پی) چوهدري پروېز الهي سره د صدر وفاق المدارس مولانا محمد تقي عثماني په مشرۍ كښې د علماﺀ كرامو پلاوي ملاقات وكړو۔ علماﺀ کرامو په ملاقات كښې په ديني خدماتو اعلی وزير ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې ??ړې۔ اعلی وزير پروېز الهي ووئيل د علماﺀ كرامو د دعاګانو په بركت ټول كارونه سمېږي۔ ده ووئيل متحدہ علما بورډ پنجاب ترمیمی بل او یونیورسټی آف قرآن ??ېنډ سیرت سټډیز بل د ??سم??لۍ غونډې ته وړاندې ??ولې شي۔ ده ووئيل د اعلی وزير په حېث د خپل منصب سنبالولو څخه سمدستي وروستو مې قرآن ??ورډ بحال كړو۔ په پنجاب كښې په هر يو سكول او كالج كښې زده كوؤنكو لپ??ره ناظره او د قرآن پاك ترجمه لازمي ګرځولې شوې ده۔ ده ووئيل دې سره علماﺀ او حفاظ كرام لپ??ره يو لك ملازمتونه رامنځته شوي دي۔ ده ووئيل پاك پروردګار مونږ ته دا درناوې راكړو چې په نجي كچه مو د سود ختمولو له اولنۍ قانون سازي وكړه۔ په نجي كچه د سود په اخستو د 10 كالو سزا مقرر كړې شوې ده۔ دغسې عقیدہ ختم نبوت لپ??ره قانون سازي شوې٬ په اولني ځل په نكاح نامه كښې عقيده ختم نبوت شامل كړې شوې ده۔ امام مسجد ته د ګرېډ زياتوالي سره ترقي وركولې شي۔ ده ووئيل انتظاميې ته هدايت كوم چې د كوم سبب نه غېر د جوماتونو اېن او سي نه بندوي۔ مولانا محمد تقی عثمانی ووئيل د دين د خدمت په بركت به د پروېز الهي حكومت چلېږي٬ علماﺀ كرام ده لپ??ره لاس په دعا دي۔ ده ووئيل په لږو ورځو كښې تا د دين ډېر كارونه وكړل۔ په متنازع فلم د بندېز په لګولو د پنجاب حكومت مننه كوؤ۔ مولانا محمد حنیف جالندھری ووئيل د قرآن مجيد شهيد نسخو خفاظت لپ??ره ګرين بكس لګوؤ۔ په دې ??وقعه مولانا محمد تقی عثمانی دعا خی?? وكړه۔ په پلاوي كښې مولانا حنیف جالندھری، مولانا ابراهیم سکھر ، مولانا احمد، مولانا عمر عباسی او مولانا زېد شامل وو۔
چوهدري پروېز الهي سره د مولانا تقي عثماني په مشرۍ كښې د علماﺀ كرامو ملاقات
Golden Pig Video Game APP Game Official Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج