لاهور۔10جنوری (اے پی پی) د کورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناءالله وئيلي دي ټوله نړۍ د پاکستان او اتحادي حکومت ترڅنګ ولاړه ده، جنېوا کنفرنس کښې پاکستان چې د نړۍ څخه د کوم څه طمعه لرله د هغې نه زيات معونت ترلاسه شوے ۔ چوهدري پروېز الهي له به د اعتماد ووټ اخستل وي٬ عمران ډله به ډېر زر خپل انجام سره مخ شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ پنجاب اسمبلۍ څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل په ??نېوا كنفرنس كښې تر دې دمه د 11 اربه روپو مرستې اعلان شوے او دا به لا زياتولې شي۔ ده ووئيل ګرده نړۍ د وزيراعظم په كال په ??نېوا كښې جمع شوه ٬ ده ووئيل پاكستان ته د توقع نه زيات معاونت ترلاسه شوے ۔ ده ووئيل په ??نېوا كنفرنس كښې د مرستې لوظونه په پاكستان د نړيوالې ورورلۍ د باور څرګندونه ده۔ ده زياته كړه چې دا 11 اربه ډالره به پاكستان ته د قرضې په ??وګه نه بلكې د مرستې په مد كښی وركولې شي۔ ده ووئيل پاكستان طمعه د 8 اربه ډالرو لرله٬ پاكستان ته چې څه ترلاسه شول دا د پاكستان د هيلې نه زيات دي او دا مرسته به لا سوا كېږي۔ ده ووئيل په معاشي استحكام كښې به دا مرسته يو سنګ ميل ثابت شي٬ دې سره به ډالر ارزان شي او په ګرانۍ كښې به هم ښكاره كمے رامخې ته شي۔ ده ووئيل عمران ډله به په ??اروانو يو څو مياشتو كښې خپل انجام ته ورسي او هم د دغه وخت نه به د پاكستان د پرمختګ سفر پېل شي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د ډالر بيعې په ??ياتېدو كښې هم پاكستان تحريك انصاف خپل ناوړه كردار ترسره كړے ۔ دوي ډالر بهر لېږلي دي۔ ده ووئيل د دوي د ماتې وخت راغلے ولې چې د دوي اصل څېره اولس ته ښكاره شوې او دوي دا مهال يو بل سره مشت وګرېوان دي۔ ده ووئيل پنجاب اسمبلي يو پبلك هاؤس دے او دې ته د تللو څخه څوك نشي منع كېدے۔ ده ووئيل كه مونږ 179 غړي لرؤ نو دوي سره خو هم 186 غړي نشته كه دوي دا شمېره لري نو بيا دې چوهدري پروېز الهي د باور ووټ واخلي۔ ده ووئيل زه دا خبره په ډاګه كول غواړم چې ده له به د باور ووټ په هر صورت اخستل وي۔ په ??ې موقع د پوښتنو په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل عمران خان په ??لېكشن كمېشن پرله پسې تورونه لګولو سره د دې ادارې سپكاوې كړے او كه دې نااهل شو نو بيا به د خپل ګوند چيئرمېن هم پاتې نه شي۔ ده ووئيل په ??پل دور كښې عمران خان زما د نيولو ټاسك شهزاد اكبر ته وركړے ؤ ٬ د هغه وخت د اسلام آباد آئي جي د هغه د حكم منلو څخه چې انكار وكړو نو ده د اے اېن اېف په ??شاره په ما بې بنسټه مقدمه جوړه كړه۔ ده ووئيل كه عمران خان اقتدار ترلاسه كړو نو هغه به هېواد كښی نوره تباهي وكړي او كه ټاكنو كښې ناك??مه شو نو بيا به د ??تي??و تسليمولو څخه انكار كوي
جنېوا کنفرنس کښې پاکستان ته د توقع نه زيات معاونت ترلاسه شوے۔ داخله وزير رانا ثناﺀ الله
The website of Sun and Moon APP game platform
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina