ابو ظهبی ۔12جنوری (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د متحده عرب ??مارات په دوه ورځنۍ سركاري دوره ابوظهبي ته ورسېدو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم دفتر د ميډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د ابوظهبي په هوائي ډګر د متحده عرب ??مارات د اقتصادي چارو وزير عبد الله طوق المري او د پاكستاني سفارت اعلی چارواكو وزيراعظم ته هركلې ووې۔ وزيراعظم به د متحده عرب ??ماراتو له اولس مشر شېخ محمد بن زيد النهيان سره ملاقات كوي په كوم كښې به چې د دواړو اسلامي وروڼوهېوادونو ترمېنځه اقتصادي ٬ تجارتي او د سرمايه كارۍ څانګو كښې همكارۍ ته په وده وركولو او په يو اے اي كښې پاكستاني افرادي قوت لپاره موقعې پېدا كولو سره په اړوندو چارو خبرې وكړې شي۔ دواړه مشران به د دوه اړخيزو ګټو په بېل??بې??و سيمه ييزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه هم كوي۔ دې سره سره وزيراعظم به د متحده عرب ??ماراتو خپل همڅنګ ٬ دوهم صدر او د دبۍ واكمن شېخ محمد بن راشد المكتوم سره ملاقات كوي۔ په دې موقعه به وزيراعظم د تجارت او سرمايه كارۍ زياتولو لپاره د اماراتي تاجرانو او سرمايه كارانو سره ملاقاتونه هم كوي۔
وزيراعظم شهباز شريف د متحده عرب امارات په دوه ورځنۍ دوره ابوظهبي ته ورسېد
Tang Bohu Points Qiuxiang Scholar APP game download
مضمون کا ماخذ : loteria estadual