اسلام آباد۔23مارچ (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي د يوم پاكستان په موقع ټول اولس ته مباركي ورك??لو سره وئيلي دي په كال 1940 كښې په دې ورځ د برصغير مسلمانانو قرارداد پاكستان منظور كړے او د يو جلا هېواد غوښتنه يۍ كړې وه چرته چې هغوي د اسلامي نظريات له مخې خپل ژوند تېر كړے شي۔ صدر مملكت د يوم پاكستان 23 مارچ 2023 په موقع د اولس په نامه خپل پېغام كښې ووئيل نن مونږ د پاكستان هغه مؤسسينو د كومو د خوارۍ او قربانۍ په نتتيجه كښې چې زمونږ هېواد جوړ شوے ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوؤ۔ ده ووئيل په هند كښې په اقليتونو او په خاص توګه په مسلمانانو روان تشدد د دې خبرې ښكاره ثبوت دے چې د دغه وخت مسلمانانو مشرانو پرېكړه په اوښيارتيا او زيركتيا اډانه وه۔ ډاکټر عارف علوی ووئيل ??ا ورځ مونږ ته د خپلو كاميابو او ناكامونو د جاج اغستو موقع راكوي۔ ده ووئيل ?? آزادۍ ترلاسه ك??لو په وخت مونږ د كډوالو بحالۍ ٬ د هېواد انتظامي مسئلو او د كشمير مسئلې په څير چېلنجونو سره مخ وو۔د دې چېلنجونو باوجود مونږ د خپلې پرله پسې خوارۍ او قابليت د لارې په هره يوه څانګه كښې په زړه پورې كاميابۍ ترلاسه كړې۔ ده ووئيل مونږ ریاستی ادارې جوړې كړې ٬ خپله دفاع مو ??ضب??طه كړه٬ جوهري صلاحيت مو ترلاسه كړے٬ په ترهګرۍ او كورونا وائرس مو قابو وموندلو او د قدرتي آفتونو په مهال مو د قربانۍ او د مرستې د جذبې څرګندونه كړې ۔ صدر مملكت ووئيل مونږ له به د قانون حكمرانۍ ٬ د جمهوريت ??ضب??ط??لو ٬ خپله ټولنه كښې عدم مساوات كم??لو ٬ مېرمنې خپلواكه ك??لو ٬ خصوصي وګړو ته د هغوي حقونه ورك??لو ٬ د ترهګرۍ او انتها خوښۍ ختم??لو ٬ د خپلو وګړو تحفظ له او په هېواد كښې سياسي او معاشي استحكام باوري ك??لو له زيات كار كول وي۔ ده ووئيل ?? تېرو وخت كاميابۍ ترمخه پوخ باور لرم چې مونږ پاكستان ته په پېښو چېلنجونو د قابو موندلو صلاحيت لرؤ۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل كه يو شوو ٬ ايمان او نظم وضبط سره كار وكړؤ نو مونږ پاكستان يو ??ضب??ط او س??كاله هېواد جوړولے شوو۔ ده دعا وكړه پاك پروردګار دې زمونږ د ټ??لو مرسته وكړي۔
د پاكستان جوړيدو نه پس مو د خپلې پرله پسې خوارۍ او قابليت د لارې په هر څانګه كښې په زړه پورې كاميابۍ ترلاسه كړې ٬ د صدر مملكت د يوم پاكستان په موقع پېغام
Top striker APP download
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب