اسلام آباد۔19مئی (اے پی پی):د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي پاکستان کښې سياسي بحران ضرور شته خو ډير زر به پرې قابو وموندلے شي۔ د مئ په نهمه نېټه په پنډۍ، ميانوالي او ل??هور کښې د تشدد پيښو په مها?? د ??ي ټي ائي وسله والې ډلې په پوځي تنصيبات بريدونه وكړل٬ په پاكستان كښې دې څخه وړاندې هم خلق ګرفتار كړے شوي وو ٬ زه خپله ګرفتار كړے شوے ووم٬ زما لارښود او زما د سياسي ګوند څومره كسان ګرفتار شوې وو خو مونږ كله هم د تشدد سياست نه دے كړے٬ مونږ په عسكري او سول تنصيبات بريدونه نه دي كړي۔ نړيوالې ادارې الجزيره سره خبرو كښې د دفاع وزير ووئيل په پوځي او سول تنصيبات بريد كوؤنكي د هی??اد دښمنان دي۔ ده ووئيل مونږ سياسي اختلافات لرو خو دا دومره نه دي چې په حكومتي او اولسي املاك بريد وكړے شي۔ د پي ټي آئي شر خوښو د يوې منصوبې لاندې د فوځي تنصيبات پشمول اولسي او سركاري امل??ك په نخښه كړل٬ ده ووئېل داسې كار ك د پاكستان په ضد جنګ كول دي۔ ده ووئيل چا چې په پوځي تنصيبات ، پوځي اډو او د عسكري شخصيات په استوګن?? بريدونه کړي، دوي به په آئين كښې د ذكر كړي قانون له مخې په ملټري كورټس كښې محاكمه كولې شي٬ مونږ نوې محکمې او نوې قانون نه جوړؤ ٬ قانون د وړاندې څخه موجود دے٬ ده ووئېل داسې تورن به هائي كورټس او بيا سپريم كورټ كښې د اپيل كولو حق لري۔ ده ووئيل مونږ په صورتحال قابو موندلو له هڅې كوؤ٬ په ښارونو كښې امن بحال كړے شوے۔ ده ووئيل په راتلونكو څو ورځو كښې به حالات د معمول له مخې شي٬ ده ووئيل ټاكنې به كه پ??ك پروردګار ته منظوري وي د روان كال اكتوبر مياشت كښې كولې شي۔
په هېواد كښې په روان سياسي بحران به ډېر زر قابو وموندلے شي٬ خواجه آصف
Tang Bohu clicks on Qiuxiang Scholar Online Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری