وفاقي تعليمي بورډ د هېواد مثالي تعليمي اداره ده٬ د بورډ لخوا په تعليمي مېدان كښې د جديد اصلاحات ستائنه كوٶ۔ وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي د فېډرل بورډ د انعامات وركولو 37م كلنې دستوره ته وېنا


اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د تعليم وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي وئيلي دي وفاقي تعليمي بورډ د هېواد مثالي تعليمي اداره ده٬ د بورډ لخوا په تعليمي مېدان كښې د جديد اصلاحات ستائنه كوٶ۔ د نهې په ورځ د فېډرل بورډ د انعاماتو د وېش 37م كلنې دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه د ګډون په مهال وفاقي وزير ووئيل دا انعامات د زده كوٶنكو د خوارۍ او كاميابي عكاسي او د دوي ډاډګيرنه كوي۔ ده ووئيل د زده كوونكو محنت٬ عزم او كاميابو ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔ په دې موقع وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي د تعليم په معيار او د زده كوونكو بهترۍ لپاره په حكومتي اقدامات رڼا واچوله۔ ده د بورډ لخوا په تعليمي مېدان كښې د جديد اصلاحات ستائنه كولو سره وفاقي تعليمي بورډ د هېواد مثالي تعليمي اداره وګرځوله۔ د دې نه وراندې وفاقي وزير پوزيشن هولډرز 50 زده كوونكو ته مېډلز٬ نغد انعامونه٬ لېپ ټاپس او د مېرټ سندونه وركړل۔۔