اسلام آباد۔13فروری(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د ضياﺀ محي الدين په مړينه غمرازي ښكاره كړې ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د ضياﺀ محي الدين په مړينه د ژور افسوس څرګندونه كولو سره فن ، ادب ، پرفارمنګ آرټ ، فنکارۍ او د هدایتکارۍ په څانګه كښې د ارواښاد خذماتو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ صدر مملكت ووئيل د ضياﺀ محي الدين په حق رسېدل ما لپاره يو ذاتي زيان دے۔ د فن ٬ اداكارۍ ٬ پېشكش او هدايتكارۍ په څانګه كښې ضياﺀ محي الدين يو ستر شخصيت لرلو۔ هغه د نثر او شاعرۍ بهترين قاري وو۔ صدر مملكت دعا كړه چې پاك پروردګار دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔
مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔