پينډۍ 25 فروري (اے پي پي) ډائرېكټر جنرل آئي ايس پي آر ميجر جنرل افتخار بابر وئيلي دي د ملټري ټو ملټري ميکنزم ترمخه د پاك هند ډي جي ايم اوز ترمينځه رابطه شوې ، د زمكيز صورتحال تر مخه دواړو هېوادونو اتفاق كړے چې په لائن آف کنټرول د جنګ بندۍ لوظنامې خلاف ورزۍ به بندولې شي او د 2003ء انډر سټينډنګ له مخې د جنګ بندۍ په پريكړه به د هغې د روح له مخې په سختۍ سره عمل درآمد کول وي۔ ده د زيارت ??ه ورځ نجي ټي وي چينل سره خبرې كولې۔ ډي جي آئي اېس پي آر ميجر جنرل افتخار بابر ووئيل ?? ډي جي اېم اوز په هاټ لائن راب??ه كښې په دې خبره صلاح راغلې چې د 2003ء په انډر سټينډنګ به د هغې د روح له مخې عملدرآمد باوري كولې شي۔ ده ووئيل ?? ډي جي اېم اوز رابطې ميکنزم 1987ء راهسې وجود لرې، حالات چې څنګه هم وي دواړه ډي جي اېم اوز ترمينځه د شيډول له مخې راب??ه كيږي، كه څه ايمرجنسي وي نو هم د شيډول نه علاوہ هم دا راب??ه كيږي۔ ده ووئيل نن د ډي جي اېم اوز راب??ه كښې د 2003ء دوه اړخيزه لوظنامه باندې د عملدرآمد پخلے شوے۔ ډي جي آئي اېس پي آر ميجر جنرل افتخار بابر ووئيل ?? ملټري ټو ملټري ميکنزم ترمخه د ډي جي ايم اوز رابطه شوې ۔ 2003ء كښې په لائن آف کنټرول د جنګ بندۍ په لوظنامه تر 2013ء ښه عمل شوے خو 2014ء نه تر اوسه د سيز فائر لوظنامو خلاف ورزي زياته شوې ۔ ده ووئيل ??ا مهال هم څه ايمرجنسي صورتحال نشته ، په مياشت كښې يو ځل د ډي جي اېم اوز ترمينځه راب??ه كيږي۔دې رابطې لپاره كوم فشار نه ؤ٬ دواړو هېوادونو د زمكيز صورتحال تر مخه اتفاق کړے چې په لائن آف کنټرول د سيز فائر خلاف ورزي بنده كړې شي، د 2014ء راهسې د سيز فائر په خلاف ورزيو سره دواړه اړخ ته ځا??ي او مالي زيان رسېدلے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ?? امنيت په معامله مونږ په ښه پوزيشن ولاړ يو۔اپرېشن ردالفساد د لاري مونږ د ترهه ګرۍ او د هغې په اثرات قابو موندلے، په مجموعي توګه امنيتي صورتحال ښه دے۔ده ووئيل ?? سيمې خپل يو جغرافيائي اهميت وي د هغې له مخې ټول هېوادونه پريكړه كوي او مخ ??ه وړاندي ځي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چرته چې د ځواب وركولو ضرورت وي پاك پوځ ځواب وركوي،څوك چې ګوتې پورته كوي حكومت د هغې ځواب په ښه ډول وركوي۔ پاك پو?? له د هغې ځواب وركولو ته حاجت نه وي
د ملټري ټو ملټري ميکنزم ترمخه د پاك هند ډي جي ايم اوز ترمينځه رابطه شوې ، ميجر جنرل افتخار بابر
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی