اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) يوکرائن كښې د پاکستان سفارت انسانيت په دښم??ۍ مقدم ساتلو له د بې يار و مددګار پرتو زده ??وٶنكو ساتنې لپاره عملي اقدامات كړي او د هند سفارت اهلكار د خپ??و وګړو د جنګ ځپلي هېواد څخه انخلاء باوري كولو لپاره د خپلې ذمه وارۍ نه تخښتېدلي دي ٬ د هند زده ??وٶنكو وئيلي دي مونږ انخلاء لپاره خپل سفارت څخه مرسته غوښتې خو د هند سفارتي عمله بې دركه شوې خو زمونږ روايتي حريف هېواد پاکستان د طالبعلمانو مرستې لپاره په اقدامات زمونږ زړونه ګټلي۔ په سوشل ميډيا وائرل شوې وېډيو كښې د لويديز يوکرائن په ليويو ښار كښې هندي زده ??وٶنكي د پاكستان په سفارت كښې ليدې شي چرته چې يو هندے اهلكار موجود نه ٶ او دې لپاره د پاكستان سفارتي عمله د هغوي مرستې له راوړاندې شوې ۔ طابعلمانو په سوشل ميډيا وئيلي دي مونږ د كهركيو څخه ليويو سټي ته سفر كړے خو په هندي سفارت كښې مو يو اهلكار نه دے موندلے او د پاكستان سفارت زمونږ هركلے كړے۔۔ د سويډن پوهنتون د نړيوالو اړيكو استاذ پروفېسر اشوك سوين دې كپشن سره وېډيو شيئر كړې چې د رومانيه په پوله د هند سفارتي عمله بې دركه ده او د پاكستان سفارت په يوكرائن كښې د هند زده ??وونكو مرسته كوي۔ د بهار سره تعلق لرونكي د هند زده ??ونكي ديويا نشو سنګھ د پاكستان لخوا د بشري خواخوږۍ د جذبې ستائنه كړې٬ د پاكستان لخوا دا انساني جذبه د امن د هڅو پخلے دے او بلخوا په سوئيلي آسياء كښې امن لپاره د ټولو لوي خنډ هندوتوا نظريه ده۔ د يادونې وړ ده ??ه اقتدار كښې د راتللو سره وزيراعظم عمران خان هند ته د امن وړاندېز كولو سره وئيلي وٶ كه هند امن لپاره يو قدم رااخلي نو مونږ به دوه واخلو خو د دغې په بدل كښې هند يوه مياشت پس خپلې جنګي الوتكې پاكستان كښې د ترهګرو په خيالي كمېپونو بريد لپاره راولېږلې او بيا هند د آرټيکل 370 او 35 اے منسوخ كولو سره د كشمير خاص حېثيت ختم كړو۔
يوکرائن كښې د پاکستان سفارت انسانيت په دښمنۍ مقدم ساتلو له د بې يار و مددګار پرتو طالبعلمانو ساتنې له عملي اقدامات كړي٬ په سوشل ميډيا په وائرل شوو وېډيوز كښې د هند زده كوٶنكو د پاکستان سفارت د انسانيت جذبې ستائنه كړې
مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن