اسلام آباد۔30 اپرېل (اے پی پی) د وفاقی حکومت د توان بچت او تحفظ منصوبې لاندې د كفايت شعارۍ مهم او د متبادل توان ذريعو ډاډګيرنې په شمول د ګڼ ارخيزه اقداماتو كاميابۍ سره د عملي كولو لړۍ روانه ده چې مقصد يۍ د قومي وسائلو مناسب او عادلانه استعمال دے۔ وزیر اعظم شهباز شریف د روان كال جنورۍ مياشت كښې دا ګڼ اړخيزه منصوبه پېل كړې وه كومه چې د برېښنا او ايندھن په كارولو كښې د كفايت شعارۍ سره سره د شمسی ټېکنالوجی او د برقی ګاډو په څير د متبادل طريقو كارولو اقداماتو ته خاص پام لرنه كوي۔ د وفاقی حکومت محکمو د برېښنا غېر ضروري استعمال څخه د ډډې كولو په باضابطه نوټيفكېشن عملدرآمد پېل كړے دے۔ دې اقدام سره به د برېښنا كارولو كښې د 30 فيصده كمي باوري كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د سرکاری تخمینو له مخې په هېواد كښې د تېرې ګرمۍ په مهال 29,000 مېګاواټ او د يخنۍ موسم كښې 12,000 مېګاواټ برېښنا وكارولې شوه۔ نوره 17,000 مېګاواټ برېښنا په ګرمۍ كښې وكارولې شوه په كومه كښی چې 5,300 مېګاواټ د ایئر کنډیشنرز او 12,000مېګاواټ د پكو شامل ده۔ د كم توان مصرف كولو پكو كارولو پلو پام ګرځولې شي چې ورسره به د كال د 15 اربه روپو بچت وشي۔ د فرورۍ اولنۍ نېټې څخه وروستو د زياتې برېښنا مصرف كوؤنكو بلبونو په پېداوار زياته ډيوټي لګولو سره د دې مخنيوي وكړې شو دې اقدام سره به د كال 23 اربه روپۍ بچ كړې شي۔ دغسې د سوسائټیز په ضمنی قوانین او بلډنګ کوډز كښې هم اصلاحات معارفي كړې شوي دي چې ورسره به د كال 92 اربه روپۍ بچ شي۔ د سټريټ لائټس رڼا به تر 50 فيصده كمولو سره به 4 اربه روپۍ بچ كولې شي۔ حكومت الېكټرك بائيكس درآمد كول پېل كړې دي او د دې په ځايي كچه جوړولو له بېلو كمپنيو سره خبرې روانېدې ٬ په پټرول چلېدونكې موټر سائيكلې به په دمه دمه ختمې شي او دې سره به قومي خزانې ته د 86 اربه روپو بچت وشي۔ د سركاري شمېرو له مخې د 671 ودانيو د سولرائزیشن كار روان دے۔ دغسې د تعليم وزارت لاندې د 600 ودانيو د سولرائزېشن كار به هم ترسره كولې شي۔ 150,000 نه زيات صنعتونه او تجارتي صارفين به تر جون مياشتې اېډوانسډ مېټرنګ انفراسټرکچر سسټم ته اړولے شي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د كفايت شعارۍ كمپائن لاندې د پورته كړې كېدونكو ګامونو په اړه اولس خبروي۔ په روان كمپائن كښې د توان تحفظ په اړه صارفينو كښې شعور پېدا كوي او دوئي ته د توان د وسائلو بچت كولو په اړه مفيد مشورې هم وركولې شي۔
د وزيراعظم د توان بچت منصوبې لاندې د ګڼ اړخيز اقداماتو كاميابۍ سره د عملي كولو د لارې د قومي وسائلو بچت
مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں