پاكستان او فرانس ټريډ، اكنامك، تعليم ،كلتوري څانګو كښې شريكې مرستې ته ودې وركوي،فرانس پاكستان كښې د معدنيات، توان ، زراعت، انفارمېشن ټيكنالوجي ،دفاعي پيداوار كښې سرمايه كاري كولې شي۔عبدالعليم خان


اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي)د نجكارۍ او سرمايه كاري بورډ او مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئيلي دي پاكستان او فرانس ټريډ، اكنامك، تعليم ،كلتوري څانګو كښې شريكې مرستې ته ودې وركوي،فرانس پاكستان كښې د معدنيات، توان ، زراعت، انفارمېشن ټيكنالوجي ،دفاعي پيداوار كښې سرمايه كاري كولې شي۔وفاقي وزير د فرانس قامي ورځ په موقع سفارت خانه كښې دستوره كښې د خاص ميلمه په حيثيت ګډون وكړو۔د نجكارۍ وزارت د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې اعلاميې له مخې د فرانس سفير نكولس ګيلے د هغه تود هركلے وكړو او د فرانس د قامي ورځ تاريخ څخه ئې ګډون كونكې خبر كړل۔دستوره كښې وفاقي وزيرانو ، سينټرانو، د اسمبلۍ غړو ، سفارت كارو او نورو سياسي، كاروباري او سماجي شخصياتو هم ګډون وكړو۔په دې موقع د پاكستان او فرانس ترمينځه دوه اړخيزه د ملګرتيا اړيكو په اړه د خيالاتو څركندونې سره ده ووئيل رواني مياشت په مهال فرانس كښې اولمپكس ګيمز كيږي او پاكستان څخه د اتھليټ او نورو كسانو ګډون خوشبينه دے۔فرانس په قامي ورځ وفاقي وزير عبدالعليم خان ګډون كونكو له مباركي وركړه۔ د خز اني وزير محمد اورنګزيب، سينټرز شيري رحمان، سليم مانډوي والا او د قامي اسمبلۍ غړي ډاكټر فاروق ستار هم د فرانس قامي ورځ په اړه دستوره كښې ګډون وكړو۔