اسلام ??با?? 11 دسمبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د كركټ بورډ منيجمنټ كمېټۍ انتخابات په ښه ډول كولو ٬لوبغاړو ته ښه كوچنګ سره سره ښه تربيت٬د پاكس??ان سپر ليګ ميچونو ټول هېواد كښې كولو لپاره جامع تګلارې جوړولو ٬موجوده كركټ سټېډيمز په جديد ډول بحالولو لپاره په بېړني بنيادونو كار پیل كولو او په اسلام ??با?? كښې 4 كركټ ګراؤنډز د پاكس??ان كركټ بورډ په سرپرستۍ كښې د وركولو سپارښتنه كړې ده ۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې د پاكس??ان كركټ بورډ چارو په اړه مهمه غونډه وشوه۔په غونډه كښې د نجكارۍ نګران وفاقي وزير فواد حسن فواد٬د پاكس??ان كركټ بورډ چيئرمېن محمد ذكاﺀاشرف٬د پاكس??ان كركټ بورډ چيف آپرټينګ افسر سلمان نصير٬چيف سليكټر وهاب رياض او اړوند سركاري افسرانو ګډون وكړو او د پي سي بي عهديدارو مح??د حفيظ٬عمر ګل او سعيد اجمل د وېډيو لينك د لارې د آسټرېليا څخه په غونډه كښې ګډون كولو۔غونډه كښې ګډون كوونكو سره په خبرو كښې وزيراعظم وئيل د كركټ لوبه ټول قام يو موټې كولو كښې مهم كردار ادا كوي كومې څخه ??ام?? جذبه رامخې ته كېږي۔ده ووئيل لوبډله د خوارۍ ٬ كار او يووالي په هر مېدان كښې كاميابي ترلاسه كولې شي۔وزيراعظم تاكيد كولو سره ووئيل پي سي بي كښې ټرينرز٬سپورټ سټاف او د نورو عهديدارو په تعيناتۍ كښې د هېواد د ګټې او عزت خيال دې وساتلے شي۔ده سپارښتنه وكړه چې لوبغاړو ته ښه كوچنګ سره سره ښه تربيت هم وركړئ دغسې چې هغوي په هره كچه د هېواد او قام ښه نمائندګي وكړي۔د دې نه علاوه وزيراعظم د كركټ بورډ منيجمنټ كمېټۍ انتخابات په ښه ډول كولو هم سپارښتنه وكړه ۔وزيراعظم ووئيل كركټ ته د هېواد لرې پرتو سيمو كښې هم د ودې وركولو ضرورت دے۔ده ووئيل سندھ٬بلوچستان٬سوئېلي پڼجاب٬ګلګټ بلتستان٬د كے پي كے نوو ضم شوو ضلعو٬آزاد جمو كشمير وغېره كښې د كركټ ډېر ټيلنټ موجود دے كوم ته چې په ??ام?? كچه د نمائندګۍ موقعو وركولو ضرورت دے۔وزيراعظم هدايت وكړو چې د كوئټې بګټي سټېډيم او د پیښور ارباب نياز سټېډيم د بحالۍ كار سمدستي پیل كړئ دغسې چې دلته ??ام?? او نړيوال ميچونه وكړے شي۔وزيراعظم كركټ بورډ ته د نګر ضلعې د پسن سټېډيم د ټولې سروے كولو هدايت هم وكړو ۔دغسې وزيراعظم د كركټ پرمختګ لپاره اسلام ??با?? كښې 4 كركټ ګراؤنډ د سي ډي اے نه پاكس??ان كركټ بورډ ته د وركولو هدايت هم وكړو ۔پاكس??ان سپر ليګ په اړه وزيراعظم د ليګ ميچونو انعقاد په ټول هېواد كښې كولو لپاره د جامع حكمت عملۍ جوړولو هم هدايت وكړو ۔وزيراعظم ووئيل پاكس??ان ته د كركټ په مېدان كښې د دوست هېوادونو سره د هر ممكنه مرستې زياتولو لپاره د كار كولو ضرورت دے۔غونډې ته د پاكس??ان كركټ بورډ چارواكو لخوا بريفنګ هم وركړے شو۔غوڼډې ته ووئيل شول پاكس??ان سپر ليګ به فروري 2024 كښې كېږي۔ليګ ميچونه به كراچۍ٬لاهور٬راولپنډي او مل??ان كښې كېږي۔غونډې ته ووئيل شول پاكس??ان به د كركټ چيمپئنز د ټرافۍ كوربتوب كوي۔بريفنګ كښې ووئيل شول په هېواد كښې د كركټ اېسوسي اېشنز شمېره د 6 نه 16 ته رسېدلې كومې څخه به چې سيمه ايز ټيلنټ رامخې ته شي۔د دې نه علاوه اسلام ??با??٬لاهور٬كراچي٬ګوجرانواله٬پېښور او بهاولپور كښې د كركټ انفراسټركچر په تعمير كار روان دے٬قزافي سټېډيم لاهور٬نېشنل سټېډيم كراچي او مل??ان سټېډيم په شمسي توان په منتقلۍ هم كار كېږي۔دغسې غونډه په پاكس??ان كښې د مېرمنو كركټ ودې لپاره د پورته كړو ګامونو څخه هم خبر كړی شوه۔
د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې د پاكستان كركټ بورډ چارو په اړه مهمه غونډه
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ جیتنے کے طریقے