اسلام آباد۔7اپرېل(اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (نون) صدر شهاز شريف وئيلي دي د روانې سياسي وضعې له امله ګرد هېواد په ځائې ودرېدلې دې ٬ هيله ده چې ستره محكمه به د دې كېس پرېكړه زر تر زره واوروي۔ د زيارت په ورځ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د خط په معامله دې د قومي سلامتيا كمېټۍ پرېكړه رامخې ته كړې شي دغسې چې قام ته ريښيا وښودلې شي۔ ده ووئيل د هېواد سلامتيا او بقا آئين سره تړلې ده۔ ده ووئيل باور لرؤ چې عدليه به د پاكستان د آئين په هر قيمت تحفظ كوي۔ ده ووئيل تېره ورځ حمزه شهباز ته د اپوزيشن ګوندونو 199 غړو د باور ووټ وركړو په دې زه د ټولو اپوزيشن ګوندونو په شمول د عليم خان ګروپ او جهانګير خان ترين ګروپ مننه كوم۔ ده ووئيل مسلم لیګ (ن)، پیپلز ګوند او ټول اپوزيشن ګوندونه په خپله خبره ولاړ دي او په هېواد كښې د آئين او قانون سرلوړۍ تر باوري كېدو به آرام سره نه كښېنو۔
د روانې سياسي وضعې له امله ګرد هېواد په ځائې ودرېدلې دې٬ هيله ده چې ستره محكمه به د دې كېس پرېكړه زر تر زره واوروي٬ شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ