اسلام آباد۔4اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان په ژمي کښې د کورون?? وېروس د دوهمې چپې نه ځان ساتلو له د فېس ماسك كارول باوري كولو هدايت كړے دے۔ د اتوار په ورځ خپل يو ټويټ كښې وزیراعظم عمران خان ووئیل چې لوي څښتن د نورو هېوادونو په مقابله كښې پاکستان سره زيات?? مهرباني كړې او د دې ناروغۍ منفي اغیزو څخه یې ساتلے دے۔ هغه اندیښنه څرګنده کړه چې د دې ناروغۍ دوهمه چپه په ژمي کښې رامخې ته كېدې شي۔ وزیراعظم عمران خان د ملت هر غړي ته هداي?? وكړو چې فېس ماسك وكاروي او اولسي ځايونو ته تلو څخه ډډه وكړي۔ هغه ټولو ادارو ٬ چارواکو او تعلیمي ادارو ته هداي?? وكړو چې د?? خبره دې باوري كړې شي چې هر وګړے به ماسك كاروي۔ د وزيراعظم دا ??یان په هېواد کښې د کورون?? وېروس په پېښو کښې د لږ زیاتوالي وروسته راغلے.
مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔