اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئيلي دي نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په ورلډ کلائميټ اېکشن سمټ كښې ګډون لپاره په متحده عرب ا??ارات كښې مقيم دے، وزيراعظم به په ورلډ کلائميټ اېکشن سمټ كښې موسمياتي بدلون لپاره د پاكستان وژن وړاندې كوي ۔ د جمعې په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال وياندې ووئيل په دبئۍ كښې د وزيراعظم په كرڼلاره كښې د مشرانو غونډه كښې ګډون او په سائيډ لائنز ځينې دوه اړخيزه ملاقاتونه شامل دي، وزيراعظم به د خالي په ورځ د مشرانو غونډې ته وېنا كوي چرته چې به ??غو?? د موسمياتي بدلون لپاره د پاكستان وژن وړاندې كولو سره سره په لاس اينډ ډيميج فنډ كښې د مشتركه لوظونو وكالت كو??۔ وياندې ووئيل وزيراعظم به د موسمياتي ريزيلينس لپاره په مساوات او نړيواله مرسته هم زور راوړ??۔ وياندې ووئيل په کوپ 28 كښې د پاکستان مقصد ‘لاس اينډ ډيميج’ فنډ فعالولو لپاره ګلوبل سټاك ټېك څخه د نتيجې وړ او په موسمياتي فنانس كښې په كلنه توګه سل اربه ډالر جمع كولو له د اوږد مهاله التواء هدف بشپړولو لپاره پرمختګ كوٶنكو هېوادونو سره مرسته كول دي۔ دې ووئيل د موسمياتي بدلون مشرانو غونډې لپاره دبئۍ ته د تګ نه وړاندې وزيراعظم د 26 نه تر 28 نومبر په متحده عرب ا??ارات او د 28 نه تر 29 نومبر د كوريت دو??ه كړې۔ وزيراعظم انوار الحق کاکړ او د متحده عرب ا??ارات صدر شېخ محمد بن زيد النهيان ترمېنځه په شو?? ملاقات كښې د دوه اړخيزه ستراتېژك مرستې لا قوي كولو لپاره د عزم پخلے شو?? ٬ دو??ړو مشرانو په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه كړې او مقبوضه فلسطين كښې د بشري حقونو سنګين صورتحال ته پام ګرځولے شو??۔ ده ووئيل وزيراعظم انوار الحق کاکړ د کاپ 28 لپاره د متحده عرب ا??ارات د صدارت د پاکستان لخوا د ملاتړ هم پخلے كړے٬ دغسې د دو??ې یه مهال د توان٬ پورټ آپرېشن پراجيکټس، د ناولو اوبو پاكولو٬ د خوراك حفاظت٬ لاجسټکس، معدنيات٬ بينکنګ او د مالياتي خدمات په څانګه كښې د مرستې پحقله د تفاهم په يو شمېر يادښتونو لاسليك هم شو?? دے ۔
وزيراعظم به په ورلډ کلائميټ اېکشن سمټ كښې موسمياتي بدلون لپاره د پاكستان وژن وړاندې كوي۔ د خارجه دفتر ويانده
Life Rotation Entertainment Platform Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے نمبر