اسلام آباد 27مارچ(اے پی پی)خارجه وزير اسحاق ډار شريكې همغږۍ او شريك سوچ لپاره خبرې اترې او مرسته مهمه ګرځولو سره وئېلي دي د پاكستان خارجه پالېسي امن٬مساوات او د انصاف په اصولو اډانه ده٬ پاكستان د ټولې نړۍ امن لپاره د ه??وا??ونو ترمينځه شراكتدارۍ ته وده وركولو لپاره چمتو دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ روژه ماتي ته په خپله وينا كښې كړې۔خارجه وزير په دې مهال د پاكستان وزيراعظم ته په خارجه وزارت كښې په خاص بين المذاهب افطار ډنر كښې هركلے اووې٬ ده ووئېل دا زما لپاره د درناوي سبب دے چې زه د وزيراعظم دلته هر كلے كوم ٬ ده ووئېل په بين المذاهب افطار ډنر كښې د سفارتي وروڼو د موجودګۍ مننه كوم۔ده د سفيرانو پاكستان سره د خبرو اترو او مرستې په وده كښې د كردار ستائنه كولو سره ووئېل د ټولې نړۍ مسلمانانو لپاره د روژې مباركې مقدس مياشت د خاص مذهبي او سماجي اهميت وړ ده۔خارجه وزير ووئيل پاكستان به د ګڼ اړخيزه امن٬پرمختګ او شريكې خوشحالۍ علمبردار وي۔ده ووئيل پاكستان 2025 او 2026 لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غېر مستقل چوكۍ لپاره كانديد دے٬د آسيا پيسفك ډلې ه??وا??ونو په دې لړ كښې د پاكستا?? ملاتړ كړے ٬د پاكستا?? ملاتړ لپاره مونږ د هغې ه??وا??ونو مننه كوو۔خارجه وزير ووئيل پاكستان سلامتي كونسل كښې د غېر مستقل چوكۍ لپاره د نورو ټولو ه??وا??ونو د ملاتړ خوښي لري٬كونسل كښې د خپلې مودې په مهال به پاكستان نړيوال امن او سلامتيا په ځاې ساتلو لپاره د كونسل مينډېټ ته وده وركوي۔خارجه وزير ووئيل د روژې مباركې مياشت كښې مونږ له د غزه مسلمانان هېرول نه دي پكار٬د غزه مسلمانان د تېرو 6 مياشتو څخه د خوراك كمي او جنګ سره مخ دي۔ده ووئيل په غزه كښې سمدستي او د غېر مشروط جنګ بندۍ وخت راغلے ٬د جنګ بندۍ غوښتنه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كړې ٬د سيمه ايز شخړو حل نه بغېر د امن او خوشحالۍ خوب تعبير نشي موندے ۔خارجه وزير ووئيل د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په ايجنډا دې د فلسطين او كشمير پشمول پخوانۍ شخړې حل كړې شي٬په دې اونۍ كښې ماسكو او بشام كښې د شوو بريدونو يادګېرنه كوم چې ترهه ګري د ټولې نړۍ لپاره خطر لري ٬ ده ووئېل پاكستان به د دې خطرې مخ نيوي لپاره سيمه ايزې او نړيوالې شراكتدارۍ ته وده وركوي۔
پاكستان د ټولې نړۍ امن لپاره د هېوادونو ترمينځه شراكتدارۍ ته وده وركولو لپاره چمتو دے ۔ د خارجه وزير اسحاق ډار په خارجه وزارت كښې د خاص بين المذاهب افطار ډنر دستورې ته وينا
Gladiator's Glory official entertainment entrance
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج