اسلام آباد۔2اګست (اے پی پی) د قانون وفاقي وزیر قانون اعظم نذیر تارړ وئېلې دي کابینې د بې دركه كس??نو كورنيو لپاره 50 لاکھه روپۍ د سړي سر مرستې پیکیج منظوري وركړې ده ۔ جمعې په ورځ د وفاقي کابینې غوندې نه پس میډیا ته بریفنګ وركولو كښې اعظم نذیر تارړ ووئېل ریاست د مور غوندې وي ، د داسې سوچ تر مخه د بې دركه كس??نو ځپلو ته ریلیف وركړے كېږي۔ ده ووئېل د يو میکنزم تر مخه د بې دركه شو?? 2 زره كس??نو کیسز شارټ لسټ كړے شو?? چې پكښې د پينځو كالو نه زاړه يو زر کیسونه به وړومبے اغستلے شي۔ ده ووئېل د بې دركه كسانو كورنۍ د دېرو مسائلو سره مخ دي ، د دې مسائلو حل لپاره د سفارشات منظوري وركړې شو?? چې پكښې نادرا، بینک اکاونټس او د جائیداد مسائل شامل دي۔ ده ووئېل د کابینې ??ه غونډه كښې د بې دركه كس??نو كورنيو لپاره 50 لاکه روپۍ د سړي سر ام??ستې پیکیج هم منظوري وركړې شو?? ، دې لپاره به يوه خاص کمیټي جوړولې شي كومه به چې د دې كورنيو د کیسز جاج اخلي ۔ ده ووئېل د افغان جنګ نه پس ترهه ګرۍ پاکستان پخپله ولقه كښې واغست، په دغه كښې نړيوال قوتونه شامل وو چا چې پاکستان د پلے فیلډ په توګه وكارولو۔ ده ووئېل د دغې په سبب زمونږ سلامتیا ته خطرې رامخې ته شوې او د دغې سره په اړوندو ايشوز كښې يوه د بې دركه كسانو وه،د څو كلونو نه په دې خبرې اترې روانې وې۔سپريم كورټ د ججمنټ د لارې دا هدايات وركړي وو چې په د بې دركه كس??نو كمېشن جوړ كړئ كوم چې د 12 ٬ 13 كلونو څخه كار كوي۔ده ووئيل په حكومتي كچه هم د دې حل لپاره هڅې شو??٬په پارليمنټ كښې بحث شوے او په مختلف وړاندېزونو هم بحث شوے ۔ اعظم نذیر تارړ ووئېل په كال 2022 كښې د پي ډي اېم په حكوت كښې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په هدايت يوه كمېټي جوړه كړی شو?? چې پكښې زه كنوينئر جوړ كړے شو??۔ما سټيك هولډرز سره خبره وكړه ٬زه كوئټې ته لاړم او هلته مې ځپليو كورنيو سره خبرې وكړې او د سټېټ ايجنسيز مې هم موقف واغست۔په نګران دور كښې هم د بې دركه كس??نو په اړه كمېټي جوړه كړی شو?? او هغې نور هم كار مخ په وړاندې بوتللو او د سټېټ ايجنسيز مؤقف ئې هم واغست۔ده ووئيل په دغې سفارشات جوړ كړے شو?? وو۔
وفاقی کابینې د بې دركه كسانو كورنيو لپاره 50 لاکه روپۍ سړي سر د مرستې پیکیج منظوري وركړې ، اعظم نذیر تارړ
Roulette Reputable Entertainment Platform
مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے